مفهوم التربية

د انسانيت د جوړښت په تقاضا تربيه بذات خود بشري اړتیا ده، د ژوند په ګردو چارو کې تربيه د ماشوم د ښه پاللو درست بنسټ دی، د  تربيې پر بنسټ کولای شو د ماشوم ټولنيز، پو هنيز، نفسي او صحي او د ژوند اړوند نور اړخونو کې هغه ته وده ورکړو، وړاندې له دې چې د ايماني تربيې اړوند وګړيږو او ارزښت يې رابرسيره کړو، ښه به دا وبريښي چې لومړی د تربيې خپله معنا، له تربيت څخه موخې او ترڅنګ يې وپېژنو چې د تربيت ورکونکي له تربيې څخه هدف څه شی دی؟!

د تربيې

مفهوم

تربيه له غرض څخه ډکه هغه پرمختللي کړه وړه دي چې خپل قانون او قاعده يې مهاروي، موخه ورڅخه د توجيهاتو او لارښوونو، د زده کړې او تهذيب له لارې د ښو خويونو او خصلتونو لاس ته راوړل دي.

له تربيې څخه موخه د ماشوم فطرت پالل او خونديتوب دی، د هغه وړتيا او مواهب رابرسيره

کول او ورته وده ورکول دي، له دې پړاو وروسته بيا دغه مواهب او فطرت دواړه مناسب او لائق کمال او صلاح ته توجيه کول دي چې په انسان کې د ځمکې د ودانولو د وړتيا ښه مرستندويه وي.

څرګنده شوه چې تربيه هغه څه دي چې د ژوند په ټولو برخو کې قيادتونه زږوي.

د ايماني تربيې

ارزښت او اهميت

ايمان د انساني وجود ستر حقيقت او د انسانيت خورا لويه قضيه ده، په دنيوي ژوند ژواک کې ايمان د بشريت لارې سره جلا کوي، الله پاک فرمايي: [فَمِنْهُمْ مَنْ آمَنَ وَمِنْهُمْ مَنْ كَفَرَ ]

ژباړه: له دوی څخه ځينو يې ايمان او نورو ځينو يې کفر وکړ.

په ايمان باندې د دوی تصرفات او کړه وړه بنا دي، ان چې ايمان په اخروي ژوند کې هم لوی توپيروي څېز دی.

د انسان په ژوند کې له توپيرونکو مراحلو څخه بله د ماشومتوب مرحله ده، ځکه د ژوند په دې مرحله کې د ماشوم ذهنيت په عقائدو، په خويونو او عادتونو او په نورو مقاصدو پالل نه يواځې دا چې په بشپړه توګه به يې پريږدي بلکې تغير ورکول ورته هم سخت بريښي، او په ځينو وختونو کې خو يې بيخي په ټول ژوند کې ورڅخه اثر او اغېز پاتې وي.

له دې کبله په ماشومتوب کې ايماني تربيه له هغو تاسيسي مراحلو څخه شمېرل کيږي چې په دنيا کې پرې د انسان ډېره زندګي تېرېدلای شي.

په خپل اجمال کې تربيه پخپله د اهتمام نوم دی، له اهتمام پرته تربيه نه شي شته کېدلی، ګټوره به دا وي چې اهتمام د ايمانياتو په کشت او کر باندې وشي، مونږ د داسې وخت شاهدان يو چې زياتره شنونکي پکې د تربيې اړوند ايکې يواځې په صحي، عقلي او جسمي اړخونو اهتمام لري، خو ولې له ايماني او روحي اړخونو څخه يې بې غوره پاتې دي، له دې کبله د دوی موخې د دنيوي معيارونو په اساس دنيوي نجاح دی، خو ولې له هغې صلاح څخه ګونګ دي چې اخروي سعادت تضمينوي، ايکې یواځې همدغه ايماني نظريه ده چې مونږ پکې له دنيا پرستو څخه توپيروي.

له دې کبله دې د نبوت په سپيڅلې مقدس تاريخ کې پر مونږ پټ او پناه نه وي چې ايماني تربيه يې د تربيت له ارکانو څخه رکن ګرځولی دی، له عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي ويل يې : [ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، فَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ فِي أَهْلِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالمَرْأَةُ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا رَاعِيَةٌ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا ]

ژباړه: تاسو کې هر څوک سرپرست دی او د سرپرستۍ اړوند به ترې پوښتنه کولای شي، امام – حاکم – سرپرست دی او د خپل رعيت پوښتنه به ورڅخه کيږي، سړی د خپل کور سرپرست دی او د خپل رعيت څخه پوښتنه به ترې کېدلای شي، ښځه د خپل خاوند د کور سرپرسته ده او له دغه مسؤليت پوښتنه به ورڅخه کېدلای شي.

دلته نبي کريم صلی  الله عليه وسلم هغه ستر مسؤليت په ادا باندې خبر ورکړ چې زمونږ هر فرد يې پر غاړه لري، په داسې حال کې چې هرومرو به ورڅخه پوښتنه کېدلای شي چې دوی خپل رعيت ته څه ورکړي دي؟

په بل حديث کې ورڅخه روايت دي [مَا مِنْ عَبْدٍ اسْتَرْعَاهُ اللَّهُ رَعِيَّةً، فَلَمْ يَحُطْهَا بِنَصِيحَةٍ، إِلَّا لَمْ يَجِدْ رَائِحَةَ الجَنَّةِ ]

ژباړه: داسې څوک بيخي نشته چې الله پاک ورته د رعيت سرپرستي ورکړي او دا يې په خپل نصيحت او حفاظت کې وانخلي مګر دا چې د جنت بوي به هم ونه ګوري.

دلته په پوره صدق او امانت سره د نصيحت کولو اهميت ته اشاره ده چې دا نصيحت به د منصوح ټولو اړخونو له نګاه نه خير او فايده تضمينوي، په دې باب کې له عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې فرمايي: [أَدِّبِ ابْنِكَ، فَإِنَّكَ مَسْئُولٌ عَنْ وَلَدِكَ، مَاذَا أَدَّبْتَهُ؟ وَمَاذَا عَلَّمْتَهُ، وَإِنَّهُ مَسْئُولٌ عَنْ بِرِّكَ وَطَوَاعِيَتِهِ لَكَ]

ژباړه: ځوی ته دې ادب ورکړه، د ځوی اړوند

به دې له تا څخه پوښتنه کيږي چې په کوم ادب دې پاللی دی؟ څه دې ور زده کړي دي؟ خو له هغه څخه به بيا ستا اړوند د احسان او فرمانبردارۍ پوښتنه هم کيږي.

دلته عمر رضي الله عنه په پوره تاکيد سره څرګندوي چې د لومړي ځل لپاره مسؤليت د مور او پلار اوږو ته وليږي، په تعليم او تربيه کې همدوی لومړني مصادر دي، داسې روايتونه هم شته چې له خيرات او صدقې څخه تربيه بهتري لري [لَأَنْ يُؤَدِّبَ الرَّجُلُ وَلَدَهُ خَيْرٌ لَهُ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِصَاعٍ ]

ژباړه: په يو صاع باندې له صدقې څخه به بهتره وي که څوک خپل ځوی ته ادب ورکړي.

همدا راز بل روايت څرګندوی چې بچو ته ادب ورکول له هر ډول بذل او سخا څخه بهتري لري. [مَا نَحَلَ وَالِدٌ وَلَدًا مِنْ نَحْلٍ أَفْضَلَ مِنْ أَدَبٍ حَسَن]

ژباړه: له ښه ادب او تربيې څخه به پلار ځوی ته په صدقه کې نور څه بهتر شی ورنه کړي.

دا او دې ته ورته نور نصوص په دې دلالت کوي چې په تعليم او تربيه باندې ځانګړی خيال له هغو مهماتو او عظيمو شيانو څخه دي چې مور او پلار يې خپل اولاد ته ورکوي.

په نسبتي شکل به مخکې مونږ په مغلقه توګه بچو ته تربيه ورکوله، خو ولې اوسمهال ګردې نړۍ ته د تربيې په بابت مو د کور دروازو او کړکيو پلې له يو اړخ څخه تر بل پورې وازې دي.

طبيعي ده چې دا ډول تربيه ښه او بد دواړه اړخونه لري، دا هله چې له روان بهير سره يې مونږ ځان په ناخبرۍ کې واچو، په داسې بهير کې ناخبري هرومرو بدي په ښو باندې درنوي او زياتوي يې، ځکه مونږ کولای شو چې له ځان څخه ارد ګرد تغيراتو او تقلباتو ته په پام لرلو سره چې څومره په تيزۍ روان دي، خپل ځانونه کاملاً متوجه کړو او د تربيت له زاويې څخه يې د کلکې څېړنې لاندې ونيسو او دې شيانو ته د مربِّي ځانګړی پام د دې مرستندويه جوړيږي چې د کورني چال چلند له مخې د ماشومانو ذهنيتونه په اسلام او ايمانيت باندې وپالي، دا مونږ د ماشومانو لپاره د ځانګړو مدرسو

( رياض الأطفال، روضة الأطفال ) له مخې هم کولای شو، خو که له دې څخه بې غوره پاتې شو نو نزدې ده له داسې خسارت او تاوانونو سره مټ اټۍ شو چې بېرته به جبيره نه شي.

خو ولې د تربوي ګټور عمل او مسلسل زغم له مخې به وکولای شو چې د الله په اذن سره ښې نتيجې ترلاسه کړو، په موقت او عارضي توجيهاتو باندې په تربيه کې بسيا کول کفايت نه کوي بلکې په تربوي امورو کې متابعه او توجيه بايد استمرار ولري.

ايماني تربيت

اړتيا ده

د نن ورځې کوچنيان د نفسي او ثقافتی پرمختګونو په واسع جريان کې راستريږي، ارد ګرد اړخونه يې هم دومره جاذب او زړه راښکونکي دي چې په ټيټ نظر کتل ورته ستره تېروتنه ده، د بشريت په تاريخ کې نن مونږ د خورا ارزښتناک مسؤليت په ادا کې بوخت يو چې تربيه ده ، په ايماني تربيه باندې د ماشومانو پاللو اړتيا او ورته د اسلامي امت خورا درون احتياج دليل دا دی چې خلکو ته د ايمان تعليم او ورته يې رادعوت کول – او په ځانګړې توګه بيا کوچنيان – د پېغمبرانو عليهم السلام دنده ده، او ورپسې د خلکو پېشه ده چې د پېغمبرانو وارثان دي.

له دلیلونو څخه يې يو د الله پاک دا قول دی چې د نوح علیه السلام خپل ځوی ته دعوت ورکړ او د بې لارو خلکو له مصاحبت څخه يې په کامله توګه وډارو ، الله پاک فرمايي: [يَابُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ]

ژباړه: ای ځويه! له مونږ سره کشتۍ کې راسور شه او د کافرانو مل مه جوړېږه.

همدا راز الله پاک د ابراهيم عليه السلام اړوند چې خپلو ټولو بچو ته يې سپارښتنه کوله فرمايي: [وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَابَنِيَّ إِنَّ اللهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ]

ژباړه: ابراهيم او يعقوب عليهما السلام هم ورباندې خپلو بچو ته دا سپارښتنه وکړه چې ای

زامنو! الله پاک ستاسو لپاره اسلامي دين غوره کړی دی چې له اسلام پرته درته په بل څه مرګ رانه شي.

او الله پاک د لقمان عليه السلام اړوند فرمايي چې هغه خپل ځوی ته سپارښتنه کوله او له شرک څخه ډارول يې ورته لومړۍ سپارښتنه وه، هغه فرمايي: [يَابُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ]

ژباړه: ای ځويه! له الله سره برخه دار مه جوړه ، په يقين سره چې له هغه سره برخه دار جوړل خورا ستر ظلم او ستم دی.

همدا راز نبي کريم صلی الله عليه وسلم عبدالله بن عباس رضي الله عنه ته سپارښتنه کوي او ورته وايي: [يَا غُلَامُ إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ]

ژباړه: ای ماشومه! زه درته يو څو کلمات ښايم، د الله په اوامرو او نواهيو کې د هغه خيال وساته الله پاک به دې په دنيا او اخرت کې ښه وپالي، او د الله پاک حقوق وپاله نو هر کله به دې الله پاک مخې ته وي، کله چې څه غواړې نو له ا لله پاک څخه يې وغواړه، او کله چې مرسته غواړې نو له الله پاک څخه يې وغواړه.

په دې ايتونو او حديث کې ايماني تربيت باندې تيزي ورکول دي.

نور هغه دليلونه چې د ايماني تربيې اړوند اړتيا روښانوي د ايماني تعليماتو پېژندل دي، دا په داسې حال کې چې د ايمانياتو پېژندل د ګردو تعليماتو بنسټ او سر دی، ماشومانو ته چې کله ايمان ورزده کړی شي او په زړه کې يې جرړې ښخې شي نو الله پاک ورته د نبوي منهج باندې د تعقيب توفيق ورکوي، له دې وروسته عبادتونه او ټول فروع يې تابع وي، د ايمانياتو په زده کړه باندې ځانګړی خيال د الله په اذن سره د توفيق او هدايت ستر لامل دی، ځکه ډېر داسې کړه وړه دي چې په الله پاک او د اخرت په ورځ باندې ايمان لرلو سره کلکه اړيکه لري، خو چې ايمان څومره په قوت کې وي هومره د منهياتو له لارو ګودرو څخه د انسان لاس رانيسي.

بل دليل چې د ايمانياتو د زده کړې اهميت رابرسيره کوي دا دی چې مونږ  ځينې پلاران وينو چې د کوچنيتوب په دليل يې د ايمانياتو په زده کړې کامل بې غوره دي، خو چې کله يې همدغه بچيان راستر شي نو نه شي کولای چې ايمانيات ورزده کړي، خپلو بچو ته په کوچنيتوب کې که څوک د ايمانياتو له تعليم څخه بې غوره شي او بې مهاره يې پريږدي نو له بچو سره يې بې ساری ظلم او زياتی وکړ، او حقيقت دی چې د ډېرو بچو د بې لاريتوب او فساد سبب پلاران خپله وي چې د اسلامی دين د فرائضو او سنتو د تعليماتو په ورزده کړه کې يې پوره بې غوره وي، دا چې پلارانو يې په کوچنيتوب کې ضائع کړي وي او د ځان په ګټه يې نه وي راوستي نو په ستروالي کې يې بيا په هېڅ خير او ګټه را نشي.

بل لامل یې په ټولنيزو شبکو او خواله رسنيو کې د ماشومانونو لپاره ( انځوريز، غږيز او د لوست په بڼه) چمتو شوي پروګرامونه دي، چې د ماشومانو په نفسونو کې غير اسلامي تصورات او ناوړه مفاهيمو ته وده ورکوي، ضرور ده چې د دغو ناوړه حرکتونو مخه ايکې يواځې ايماني روزنې ډپ کړي، ځکه ايماني تربيه د مشروعو اسبابو باندې د عمل نوم دی، او د مشروعو اسبابو استعمال هغه ګټور عامل دی چې د کوچنيانو څخه د تخريب ټولو اسبابو په شنډولو کې کفايت کوي ، دا هله چې د شر او فساد اسباب وجود نه لري که وجود ولري نو د مشروعو اسبابو استعمال يې ډېره ښه دارو درمل دي.

حالانکه دا د کوچنيانو بچو په خپلو پلارانو باندې مسلّم حق دی، په دنيا کې يې د سعادت سبب او په اخرت کې يې د الله په اذن سره د کاميابۍ سبب دی، او د اخرت په ورځ به د خلکو په اجرونو او ثوابونو کې د تفاضل يواځينی لامل همدغه وي.

په پای کې : ايماني تربيه د کوچنيانو په شخصيت کې پوره روحي استقرار، او نفسي امن راولي، ځکه ايماني تربيه د ژوند په اوږدو کې سترې پوښتنې ځوابوي، او دغه ځوابونه شونې ده چې د الله پاک په کتاب او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په سنتونو ترلاسه شي، چې هم د سرچينې په اعتبار پاک، د منهج په اعتبار بيخي واضح او د اهدافو په اعتبار ربانيت لري، د دۍ سربيره د کوچنيانو اړتياو ته يې خاص پاملرنه کړې ده او تربيه يې هم واقعي ده.  ، ترڅو د کوچني شخصيت او د هغه توازن ته رسيدګي ولري.

د ايماني تربيې

موخې:

له تربيې څخه عامه موخه په سمه توګه د باري تعالی عبادت کول دي، د دې موخې ترلاسه کولو لپاره اړينه ده چې نورې فرعې موخې شته کړی شي چې له جملې څخه يې ځينې دا دي:

لومړی: په سمه توګه د مسلمانې ټولنې کوچنيان په دروسته عقيده پالل،  ترڅو هغه ډول انسان ورڅخه جوړ شي چې د دليلونو په رڼا کې په سمه توګه د الله پاک عبادت کوي .

دوهم: دا چې په اسلامي ټولنه کې هر فرد په نيکو خويونو سينګار وي، په اخلاقو کې به يې مقتدا هغه نبي کريم صلی الله عليه وسلم وي چې الله پاک يې په قرانکريم کې په خپله تزکيه کړې ده، الله پاک فرمايي: [وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ]

ژباړه:  په يقين سره چې ته د عظيمو اخلاقو څښتن يې.

او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دې قول ته عملي بڼه ورکولو په خاطر چې هغه فرمايي: [إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاق]

ژباړه: زه په دې خاطر راستول شوی يم چې نېک اخلاق بشپړ کړم.

دريم:  د اسلامي ټولنې د افرادو اجتماعي شعور په سمه توګه پالل، ترڅو د فرد په ذهن کې راسخه شي چې خپلې ټولنې ته په انتماء او نسبت باندې کمی احساس نه کړي، له دې لارې به وکولی شي چې د خپلې ټولنې قضاياو ته ځانګړی پام ولري، د الله پاک دې قول ته عملي بڼه ورکولو سره له خپلو ورونو سره غښتلي اړيکه لري، الله پاک فرمايي: [إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ]

ژباړه: په يقين سره چې ټول مومنان سره خپل منځ کې ورونه دي.

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [إِنَّ المُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا]

ژباړه: په يقين سره چې مومن د مومن لپاره د ابادۍ مثال لري چې يوه برخه يې بله مضبوطوي.

او فرمايي: [تَرَى المُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالحُمَّى]

ژباړه: ته به مومنان په خپل منځ کې رحمت کولو، خپل منځ کې محبت او مرسته کې داسې ووينې لکه يو جسد، که يې يو غړی درمنده وي نو ټول جسد ورسره په درد او تبه او شبګير کې راغونډ وي.

د مسلمان امت د بچو ترمنځ مينه او اړيکه په دې سره د تل لپاره غښتلې پاتې کېدلی شي.

څلورم: په نفسي او عاطفي اړخ کې د وګړو راټوکېدل چې په دې سره فرد د خپلې ټولنې لپاره خواخوږی، ګټور او د مستقيم فطرت څښتن وي، داسې راوټوکيږي چې د ځمکې په ودانۍ او ورڅخه د ګټو په اخستلو کې خپل فعال دور لوبوي، د مشرۍ په مهال هر ډول ستړو ستونزو ته د صبر تحمل او برداشت اوږه ورکوي، او دغه ډول خلک په رښتنې توګه په ځمکه کې د الله خليفګان دي.

له دې ځای څخه مونږ کولای شو چې په صحيح مفهوم سره ايماني تربيې ته اړتيا درک کړو چې وروسته به بيا په استمراري توګه روحي قوې ته تقويه ورکوي، ذاتي قربانۍ ته وده ورکوي او د انسان په داخل کې اخلاقي جانب له بدو څخه ژغوري، د انسان په اقوالو او افعالو کې روحيت اچوي او د مطلوبو اعمالو په سر ته رسولو کې انسان ته اسانتياوې وربښي، په دې خاطر چې د انسان نفسي او حرکتي اهداف وجود ته راشي.

تربوي

بنسټونه

دلته څه شمېر داسې بنسټونه شته دی چې په تربوي بنيان کې پرې باور کېدلی شي خو د ټولو حصر په دوو کې امکان لري: لومړی: معرفي بنسټ، دوهم: عملي بنسټ.

معرفي بنسټ دوه ډولونه لري: علم او ايمان:

لومړی ډول: علم: د سلوکياتو دوافعو او د فهم پوهې لپاره لويه کونجي ده، الله پاک فرمايي: [قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ]

ژباړه: ورته ووايه چې ايا هغه خلک چې پوهيږي او هغه چې نه پوهيږي دوی سره برابر دي؟ پند ايکې يواځې د عقل څښنان اخلي.

او نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دې ډېر حريص و چې خپلو ملګرو ته ګټور علم ورزده کړي، او هغوی يې پوهولي و چې له هغه ډول علم څخه د الله پورې پناه وغواړي چې ګتور نه وي، هغه به ورته ورزده کول چې دا دعا ووايي: [اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ ]

ژباړه: ای الله! له تا پورې له بې ګټې علم او هغه زړه نه پناه غواړم چې نه ډاريږي.

دوهم ډول: ايمان: دا ډول يې د ماشومانو په زړونو کې د ايمان د ارکانو په زده کړې سره په زړه کې قرار لري، د ايمان پېژندل هغه شمولي معنا لري چې د ژوند ژواک په ټولو اړخونو باندې رڼا اچوي، او نبي کريم صلی الله عليه وسلم په دې ډېر حريص و چې د خپل امت په زړونو کې د ايماني مستقيمې عقيدې کشت کر وکړي.

عملي اساس يې بيا دري ډولو ته تقسيميږي: عبوديت، تطبيق، اخلاق.

 لومړی ډول: عبوديت: د ګټورې تربيې لپاره ضرور ده چې زړه کې صداقت وي، ځانګړي متميز ذاتي صفتونه شته شي چې د ماشومانو په پالنه او تربيه کې مثبت رول ولري، هغه به د ژوند ټولې برخې بيا په پوره اخلاص او له الله پاک سره په صادقانه اړيکو تېروي، سلوک به يې مستقيم او فکر به يې روڼ وي، ان چې اميدونه او توقعات به يې هم په استقامت سينګار وي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه ته د سپارښتنې په مهال وايي: معاذه! زه درسره مينه لرم، له دې کبله له هېڅ لمونځ وروسته دا کلمات پرې نه ږدې: [اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ]

ژباړه: ای الله! ستا په ذکر او ياد او ستا لپاره په ښايسته عبادت ته له ما سره مرسته او کومک وکړې.

په دې دعا کې يې ورته دا ورزده کړل چې عبادت کول د الله پاک له پلوه په انسان باندې الهي لورينه ده خو انساني اجتهاد نه دی، بلکې رباني توفيق دی، ترڅنګ يې ورته دا هم ورزده کړل چې د عبادت ادا د تل لپاره له الله پاک څخه استعانت غوښتلو ته اړتيا لري، نو د انسان په زړه کې دا تر يقين ورسيږي چې د الله پاک د عبادت پر مهال د مومن بنده واجب جوړيږي چې د عبادت کولو په مهال ورڅخه مرسته وغواړي او توکل پرې وکړي، ځکه چې د عبادتونو توفيق الله پاک ورکوي بل څوک نه.

دوهم ډول: تطبيق، له عمل پرته علم هېڅ دی، له دې کبله د اخرت په ورځ به د خلکو ترمنځ د تفاضل وسيله عمل وي، الله پاک فرمايي: [فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَه ]

ژباړه: که د ذرې په څېر څوک کار خير ولري نو وبه يې ويني، او که د ذرې په څېر څوک کار شر ولري نو وبه يې ويني.

دريم ډول: اخلاق، اسلامي منهج هم دا دی چې له انسان څخه د ښو اخلاقو څښتن جوړ کړي، ان چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپله ځان خلکو ته داسې ورپېژنی چې رسالت يې په نېکو اخلاقو باندې له پاللو څخه څرخيږي، هغه فرمايي: [إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ صَالِحَ الْأَخْلَاق]

ژباړه: زه په دې خاطر راستول شوی يم چې نېک اخلاق بشپړ کړم.

او هغه يې د نيکو اخلاقو په خپلولو راتيزوي، ورته فرمايي: [إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ القِيَامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلَاقًا ]

ژباړه: په تاسو کې ما ته يقيني ګران او د قيامت په ورځ د مجلس په اعتبار نزدې هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري.

په ډاګه شوه چې اخلاق د ايمان ظاهري تربيې ثمره او ګټه ده.

تربيتې

بېلګې

د تربيتې بېلګو بيانول هغه څه دي چې د اخلاقو په ثبات کې ښه رول لري، دلته غواړو چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه د تربيت هغه بېلګې ذکر کړو چې په ايماني تربيه يې کوچنيان څنګه او په څه ډول پالل.

  1. له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی فرمايي: [كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعَوِّذُ الحَسَنَ وَالحُسَيْنَ، وَيَقُولُ: ” إِنَّ أَبَاكُمَا كَانَ يُعَوِّذُ بِهَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ: أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ، مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ، وَمِنْ كُلِّ عَيْنٍ لاَمَّة]           ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم به حسن او حسين دواړه په دې دعا دمول او ويل به يې: ستاسو پلار ابراهيم عليه السلام به په دې دعا باندې اسمعيل او اسحاق عليهما السلام هم دمول : د الله په پوره کلماتو سره په الله پورې پناه غواړم، له هر شيطان او زهريله حيواناتو او حشراتو څخه، او له هرې نظر بازې سترګې څخه.
  2. له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلَّا يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ أَوْ يُنَصِّرَانِهِ، أَوْ يُمَجِّسَانِه]ژباړه: هېڅ ماشوم نشته مګر په اسلامي فطرت سره پېدا کيږي، مور او پلار يې ترې يهودي، يا نصرانی او يا مجوسي جوړوي.
  3. له عمر بن أبي سلمه رضي الله عنه نه روایت دی فرمايي: [كُنْتُ غُلاَمًا فِي حَجْرِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَتْ يَدِي تَطِيشُ فِي الصَّحْفَةِ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا غُلاَمُ، سَمِّ اللَّهَ، وَكُلْ بِيَمِينِكَ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ ]ژباړه: زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په پالنه کې وم – زه پرکټی وم – په کاسه کې به مې لاس هر خوا ته تلو راتلو، رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: ماشومه! بسم الله ووايه، په ښۍ لاس دې خوراک کوه، او له هغه ځايه خوراک کوه چې تا ته نزدې وي.
  4. له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يوه ورځ وروسته روان وم، راته يې وويل: [ يَا غُلَامُ إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ ]ژباړه: ای هلکه! زه درته ځينې کلمات درښايم – عمل پرې وکړه – د الله لحاظ او خيال وکړه – اوامر يې ومنه او له نواهيو څخه يې ځان وساته – نو الله پاک به ستا لحاظ وکړي – له مکروهاتو او ستونزو ستړيو څخه به  دې وساتي – او چې کله هم مرسته غواړې نه له الله څخه يې وغواړه، په دې يقيني شه چې که ټول امت دې په ګټه او فايده راغونډ شي خو چې الله پاک درته نه وي ليکلي هېڅ ګټه به درته ونه شي رسولای.
  5. له حسن بن علي رضي الله عنه نه روايت دی چې ما ته په وترو کې د قنوت کلمات نبي کريم صلی الله عليه سلم داسې رازده کړي دي: [اللَّهُمَّ عَافِنِي فِيمَنْ عَافَيْتَ، وَتَوَلَّنِي فِيمَنْ تَوَلَّيْتَ، وَاهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ، وَقِنِي شَرَّ مَا قَضَيْتَ وَبَارِكْ لِي فِيمَا أَعْطَيْتَ، إِنَّكَ تَقْضِي وَلَا يُقْضَى عَلَيْكَ إِنَّهُ لَا يَذِلُّ مَنْ وَالَيْتَ سُبْحَانَكَ رَبَّنَا تَبَارَكْتَ وَتَعَالَيْت]ژباړه:يا الله د هغه کسانو سره چې تا ورته هدایت کړی دی ماته هم هدايت وکړه، او د هغه کسانو په جمله کې چې تا ورته عافيت ورکړی ماته هم عافيت راکړې، او د هغو کسانو په جمله کې چې تا يې ساتنه کړې ده، زما ساتنه او حفاظت هم وکړه، او په هغه څه کې چې تا ماته راکړي دي برکت واچوه، او څه چې تا فيصله کړې ده د هغه د شر نه مي وساته، ځکه همدا ته فيصله کوونکی يې، او ستا د حکم څوک دفع کوونکی نشته، په رښتيا سره چې ته له چا سره دوستي وکړي، هغه به خوار نشي، او له چا سره چې دښمني وکړې، هغه به عزتمند نشي، ته د برکت والا ذات يې، او ته د لويي څښتن يې ای زمونزه ربه.
  6. له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت دي چې ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: [يَا بُنَيَّ إِذَا دَخَلْتَ عَلَى أَهْلِكَ فَسَلِّمْ يَكُونُ بَرَكَةً عَلَيْكَ وَعَلَى أَهْلِ بَيْتِك]ژباړه: ځويه! کله چې هم خپل کور ته ننوځې نو د کور په خلکو دې سلام وکړه، دغه سلامي کلمات به ستا او ستا د کورنۍ لپاره خير او برکت وي.
  7. له جندب بجلی رضي الله عنه نه روايت دی فرمايي: [كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَنَحْنُ فِتْيَانٌ حَزَاوِرَةٌ، «فَتَعَلَّمْنَا الْإِيمَانَ قَبْلَ أَنْ نَتَعَلَّمَ الْقُرْآنَ، ثُمَّ تَعَلَّمْنَا الْقُرْآنَ فَازْدَدْنَا بِهِ إِيمَانًا]ژباړه: مونږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په ملګرتيا کې قوی زلموټي وو، دقران کريم له زده کړې څخه مو مخکې ايمان زده کړ، بیا مو قران زده کړ نو ايمان مو پرې ډېر کړ.
  8. د انس بن مالک مور أم سليم رميصاء رضي الله عنها چې کله اسلام راوړ نو دغه مهال انس رضي الله عنه د غيږي ماشوم و چې شيدې به خوړې، مور به يې انس رضي الله عنه ته دغه مهال په شهادتينو تلقين ورکو، ورته به يې ويل: ووايه: لا اله الا الله، أشهد أن محمدا رسول الله، نو انس رضي الله عنه به دغه کلمات ورسره ويل.
  9. ابراهيم تيمي رحمه الله وايي: سلفو صالحينو به د خپلو ماشومانو خبرې په ( لا اله الا الله ) باندې ماتولې، اووه ځله به يې ورته تهليل ووايه نو هغوی به دا کلمه وويله.
Back to top button