د کوچنيانو له پوښتنو وړاندې تمهيدي کلمات

الله پاک کوچنيان داسې تخليق کړي دي چې له پوښتنې سره مينه لري، په دې خاطر چې خپل عقل د امکان په صورت کې په معلوماتو وخړوبوي، د کوچنيتوب مرحله څکه د پوښتنو مرحله شمېرل کيږي چې د کوچني دا مرحله له بلها پوښتنو څخه جوړه ده ، ماشومان پوهيږي چې دوی له ځان چار چاپيره شيانو په اړه کره معلومات نه لري خو له دې کبله چې جهالت ډار زږوي نو د خپل زيار په اندازه هغوی پوهې او دانش ته ځان ټيل باسي، مونږ ګورو درې کلن کوچنی به مور او پلار او مشرانو وروڼو څخه لسګونه پوښتنې لري، او يقيني ده چې د دوی ځوابونه د کوچني په نفسياتو باندې اغېز لري، په دوامداره توګه يې په دې دليل چې يوه پوښتنه يې بېلابېل اسلوب لري له يو حال څخه يې بل ته اړوي ، تاسو به له ماشوم څخه دا ډول پوښتنې د تل لپاره اورئ: دا ولې؟ د دې ځای چرته دی؟ داسې ولې وشول؟ دا له کومه راغی؟ دا څه شی دی؟ دا څه چل دی؟ ايا ته يې پېژنې؟

کوم شيان چې يې انتباه ځان ته راړوي نو کوچنی د هغه په تړاو پوښتنې لري او خوښه ګڼي د سترګو ليدلی حالت او غوږونو اوريدلي شيان په خپل فهم کې راولي، خو ولې کله په ځواب وپوهيږي او کله پرې ونه پوهيږي، کله ځواب ته ډېر وخت خاموش پاتې شي او کله خاموشي ماته کړي. کوچنيان له ځان پوهنې سره ځانګړې مينه لري، او کله يې چاپيريال په علم او دانش کې مثبت اغېز ولري او نورې هغه موقعې چې کوچني ته مهيا وي، له دې کبله يې د ماشومتوب او هلکولۍ په مهال پوښتنې مقارنه کول مونږ هم حيران دريان کړي، لامل يې يواځې د زمان او مکان اختلاف او علمي پرمختګ دی، او په دې کې شک نشته چې مربين کوم اسلوب له کوچنيانو سره خپلوي د پوښتنې دائره ورته لا پراخوي او يا يې بيخي له منځه وړي، که کوم مربي ماشوم ته د پوښتنې مجال پراخه پريږدي او فرصتونه ورکړي نو د خپلو ځانونو اړوند لا پسې ژور ولاړ شي، خو که څوک يې پوښتنې ښې استقبال نه کړي، يا يې بيخي وانه اوري او يا پرې لوړ غږونه ورپورته کړي نو هېڅ کوچنی به ورڅخه پوښتنې ونه لري ، سره له دې چې په دې کې مونږ تر اتفاق رسيدلي يو چې د ماشوم لپاره په دې کې هېڅ مصلحت نشته چې په هر څه دې پوهه او دانش ولري، خو ولې دا ډېره مهمه ده چې بايد د خپل ژوند ژواک په تړاو د هغو پوښتنو په هکله ډار محسوس نه کړي چې په ژوند يې اغېز لري، دا ډېره مهمه ده چې کوچنيان ونه پوهيږي چې دوی غير حاضر و او يا باور وړ نه دي، بلکې له دې څخه ډېره مهمه دا ده چې دوی په پوره ډاډ او اطمئنان له خپلې کورنۍ سره خبرې اترې کوي.

له کوچنیانو سره

د ډېرو پوښتنو لاملونه

کولای شو چې د کوچنيانو د ډېرو پوښتنو اړوند لاملونه په راروانو نقطو کې منحصر کړو:

  1. د علم او دانش په تړاو د کوچنيانو رغبت، ترڅو د خپلې عقلې ودې اړتیاوې پوره کړي.
  2.          له کوچنيانو څخه د ارد ګرد شيانو په تړاو د علم او دانش اړتیا.
  3.          د سابقه معلوماتو د نه شتون له کبله له ځينو شيانو څخه د کوچنیانو خوف او ډار، د نمونې په توګه: له ځينو حيواناتو څخه د کوچنيانو ډار که څه هم سره نه وي ټکر شوي، له دې کبله يې اړوند پوښتنې هم ډېرې لري ترڅو ډاډ او امان ترلاسه کړي.
  4.          د پلارانو او بچو ترمنځ د وجداني مشارکې او خواله (تواصل) فرصتونه شته کېدل.
  5.          د کوچني په خپل ځان او مور او پلار باندې باور، او د هغه په قدر او احترام کې وده او پرمختګ.

د ماشومانو

د پوښتنو طبيعت

په دې خاطر چې د کوچنيانو پوښتنې په سمه معنا درک کړو باید ده چې مونږ لغوي او عقيدوي او نفسي پوښتنې سره توپير کړو، د لغوي پوښتنو په مهال کوچنيان کوښښ کوي چې يو شی بذاته وپېژني او يا بذاته د يو شي اړوند معلومات ورکړي، خو ولې په دوهم ډول پوښتنو کې يې نفسي ډاډ باعث وي چې بحد ذاته جواب يې موخه نه وي، ضرور ده چې مونږ يې له بنسټيز حقيقت څخه متاکد يو چې دغه پوښتنې دلالت غوڅ دريځه دی، تر هغه مونږ د کوچنيانو د پوښتنو ارزښت نه شو پېژندلو، نه يې په فهم کې راوستلی شو او نه يې معنا تحديدولی شو ترڅو مو هغه لامل نه وي پېژندلی چې کوچنيان يې دغه ډول پوښتنو کولو ته اړل کړي وي، پوښتنه په خپله ذاتاً دومره ارزښت نه لري خو ارزښت له هغه طبيعي موقف څخه اخلي چې له ماشوم ارد ګرد وي، له دې کبله د کوچنيانو پوښتنې درې خورا مهم تکویني اړخونه لري:

  1.                  د ماشومانو د نفسياتي توازن تحقيق: ځکه د ماشومانو د بلها پوښتنو سرچينه نفس خپله وي.
  2.                         استنباطي غور او سوچ: کله چې ماشوم د هغو معلوماتو په مټ چې دا يې لري او يا ورسره اړيکه لري  زپار اوباسي چې نور نوي معلومات ترلاسه کړي.
  3.                  په ارد ګرد چاپيريال او د ژوند اړوند چارو باندې ځان خبرول، لکه اخلاقي او سلوکي خويونه چې د کوچنيانو چاپيريال په داخل کې وي.

د پوښتنو ډولونه

ګټوره به دا وي چې مونږ د کوچنيانو پوښتنو ته له پلې زاويې څخه وګورو، د زاويې له پېژندلو سره پوښتنې توپير خوري، مونږ کولای شو چې د ماشومانو دا ډول پوښتنې راروانو ډولونو ته تقسيم کړو:

  1.          لغوي پوښتنې: د نمونې په توګه: دا ولې د دې شيانو نومونه دي؟ مونږ يې په نومونو کې تغير ولې نه شو راوستلای؟ مونږ د بلې ژبې ايجاد ولې نه کو؟
  2.          وجودي پوښتنې: د بېلګې په توګه: مونږ له کومه راغلي يو؟ چرته به ځو؟ بچيان څنګه دنيا ته راځي؟ مرګ ولې راځي؟ نړۍ څه ته ويل کيږي؟…
  3.          تمردي پوښتنې: دا ډول پوښتنې د ماشوم له فکر څخه څرخيږي د بېلګې په توګه: د مسائلو اجازه مونږ ته ولې نه راکړل کيږي چې مشرانو ته ورکړل کيږي؟ دا ډول پوښتنې د سوال په صورت کې دومره نه وي لکه د مشرانو د تقليد هومره چې څومره وي.
  4.          ازميښتي پوښتنې: دا ډول پوښتنې هغه وي چې ماشومان د خپل کور والاو څخه د انتقاد او اعتراض په شکل کوي چې کله ورپکې کمزورتيا احساس کړي، دا ډول پوښتنې زيات وخت کې سرچينه د کوچني د دوستانو د کورنيو څخه راپورته کيږي، او غالبا د کورنۍ مالي لګښتونو او يا د بدن او تنې څخه څرخيږي.
  5.          د کوچنيتوب اضطرابي پوښتنې: دا ډول پوښتنې اکثره د کوچني د پراخه احساس له مخې وي، او زياتره پوښتنې يې بيا  د کورني غړيو د سفر او غياب په مهال راپورته کيږي او يا دا چې ځينې يې له ځينو راجلا او مستقل شي.
  6.          د تنې په تړاو پوښتنې: د دې ډول پوښتنو په سر کې هغه پوښتنې راځي چې ماشوم يې د مذکراو مؤنث جسدونو ترمنځ  توپيرونه احساسوي ترڅو خپل علم کې زيادت راولي.

بايد ده چې په دې پوښتنو کې د کوچني کورنۍ له ماشوم سره مرسته وکړي او د پوښتنې يې داسې ځواب کړي چې ښه شاليد ولري، هغوی پوښتنې دپوښتنې په نوم نه کوي، بلکې په نفس کې داخلي باعث لري چې له کبله يې پوښتنې کولو ته اړ کړي.

مور او پلار د کوچنيانو په پوښتنو ولې ځان نانګاره کوي؟!

د کوچنيانو پوښتنې مهملې پرېښودل اويا ورڅخه ځان نانګاره کولو معنا دا نه ده چې يا يې پوښتنې بې ارزښته دي او يا يې پوښتنې ته ځواب نه مومي، دا نور لاملونه لري چې مهم يې په دې توګه دي:

  1.          کله چې مشران د کشرانو پوښتنې نا اشنا وګڼي، جدي يې وانه اخلي او په حقارت ورته وګوري، دا د دې لامل دی چې مشران د کشرانو د پوښتنې بې ارزښته کړي او يا ورته بيخي التفات نه کوي، په دې سره لويان د خپلو کوچنيانو حقوق د خپلې ځانګړي اند له مخې غوبل کړي چې ډېر بسط او واضح وي، د لويانو دغه کړنه – چې د کوچنيانو پوښتنې بې ارزښته پريږدي- هغه عقلي ځواک دی چې همدوی پرې ځانونه مسلط بولي، نفسي موخې تر لاسه کول خو لاپريږده چې په ځينو دريځونو کې يې له لاسه ورکړي خو ولې د کوچنيانو د علم او دانش اړوند ساده پاده له صادق رغبت سره پوښتنې هيرې او تيرې کړي.
  2.          چې د لويانو له پلوه د کوچنيانو پوښتنو ته ځواب ويل ګران وبريښي، د بېلګې په توګه چې د کوچني پوښتنه د چاپيريال او يا د اخلاقي محرماتو اړوند وي په داسې حالت کې چې دغه يې بايد په مناسب عمر کې ځواب شي، د ماشومانو دا ډول درانه سوالونه ګرد لويان حيران دريان کړي، لويانو ته په داسې دريځونو کې په کار دي چې د کوچنيانو پوښتنو ته پوره چمتو والی ونيسي.
  3.          د کوچنیانو زياتره پوښتنې د لويانو له پلوه د بې ارزښته کولو نور لاملونه هم کېدای شي، خو که لويان د کوچنيانو د پوښتنو اهميت او ارزښت له نفسي ناحيې څخه ادراک کړي شاید د ځواب درېځ يې بدل شي چې هغه ماشومانو ته تشجيع ورکول دي ترڅو خپلې پوښتنې په کثرت سره وکړي لکه دوی چې د اوريدلي اواز اړوند غور سوچ وړي وي.
  4.          د هغو لاملونو له جملې څخه چې لويان د کوچنيانو پوښتنې بدې نه وړي دوی ته مناسب التفات او اهتمام دی، ځکه د کوچنيانو دغه پوښتنې په ضمني شکل راځي خو ولې مباشرې پوښتې نه وي.
  5.          کله مور او پلار د کوچنيانو پوښتنو ته له ځواب څخه ځکه تښتي چې کوچنیان کوم علم او معرفت غواړي مور او پلار يې پرې جهالت لري، مونږ ويلای شو چې : تاسو بايد د خپلو کوچنيانو بچو پوښتنو ته د ځوابونو لټه وکړئ، او دوی په پوره امانت او صداقت سره وخبروئ.
  6.          د کوچنيانو پوښتنې کله بې ځوابه ځکه پاتې شي چې پوښتنې يې له عقلي قدرت څخه باندې وي او ځوابونه يې هم داسې وي چې ستره پيچلتيا لري، په دې مور او پلار فکر يوسي چې کوچني يې دې پوښتنې ته لاره څنګه پېدا کړه؟ له دې کبله يې پوښتنه ځکه بې ځوابه پريږدي.

مور او پلار بايد  بچي له پوښتنو سره څه ډول تعامل وکړي؟

د مور او پلار واجب جوړيږي چې د خپلو بچو پوښتنو ته سم صحيح ځوابونه ووايي، د ايمان په تړاو بايد مور او پلار له کوچني سره د خبرو اترو فضا جوړه کړي او د دين په تړاو چې ورسره څومره افکار او اندونه دي بايد د خبرو اترو له لارې ورسره مرسته وکړي، تر څو د دين صحيح فهم، قناعت او ډاډ په کې راپورته شي، په دې سره په کوچنيانو کې هغه ديني مساوات شته شي چې افراط او تفريط دواړه نه لري ، په مور او پلار لازم نه دي چې هرومرو دې د کوچنيانو ديني پوښتنو ته ځوابونه ولري، بلکې دا پرې لازم دي چې خپل کوچنيان د ايمان ارکانو په علم او معرفت راوټوکوي چې په الله پاک باندې د غښتلي ايمان سره ځوانان راغټ شي، خو ولې دا بيا ډېره خوندوره ده چې مور او پلار خپل مشران بچي د کوچنيانو پوښتنو په ليکلو مجبور کړي، هغه به دا دنده ډېره ښه استقبال کړي او په ځانګړي توګه بيا هله چې اهتمام او تشجيع څخه برخمن شي، د دې په ترڅ کې کوچنيان له دې څخه خوند په دې هم اخلي چې لويان د کوچنیانو په نفسونو کې د پوښتنو ارزښت کېنوي نو ځکه به پوښتنې کولو ته زړه هم ښه کړي، يواخې دا نه بلکې په دې سره مونږ د دوی په نفسونو کې د خپلو بچو پوښتنو ته په ارزښت ورکولو هم بلا اهتمام کولی شو کله چې دوی خپله پلاران او ميندې جوړې شي، له بل پلوه مونږ سره به پوښتنې راجمع کيږي چې په اسانه به يې ځوابونه وپلټلی شو، د کوچنيانو پوښتنې ځوابولو سره به هغوی وکولی شي چې د خپلو ورونو او خويندو پوښتنو ته سم دم ځوابونه ورکړي، که مونږ د کوم کوچني پوښتنې ته بروقت ځواب ورکړو څومره به خوشحاله شي، د کوچنيانو پوښتنو ته ښه ځوابونه ورکولو سره د الله په اذن زمونږ او دهغوی ترمنځ اړيکې لا تقويه کيږي او کوچنی به پوهه شي چې د معرفت او دانش لومړی مصدر يې مور او پلار دي چې په خپل مستقبل کې به په همدوی باور لري، د دې بدل کې چې معلومات له مشکوکو ځايونو راغونډ کړي او په ځانګړي توګه د مراهقۍ او زلميتوب په مهال.

يوه بله نقطه چې بايد مور او پلار ورته متوجه وي د ماشومانو د پوښتنو ترمنځ توپير دی.

لومړی: له هغو پوښتنو څخه ستړيا محسوسول چې ماشومان يې تکراراً کوي او کله همدغه پوښتنې د کورنۍ له مختلفو افرادو څخه هم کوي چې ورڅخه نورې پوښتنې زيږيږي.

دوهم: عرضي او جانبي پوښتنې، که چرته يې مونږ تفصيلي څېړنې ته مخ واړو نو شايد د کوچني د پوښتنې ځواب راڅخه پاتې شي، دا ښه خبره نه ده چې پوښتنې يې د تجاهل له کبله بې ځوابه پرېږدو، بايد ده چې د ځواب په ورکولو کې يې زيار اوباسو او سمه پلټنه يې وکړو، او يا د هغه چا اړوند پوښتنه وکړو چې پوښتنې ته درست ځواب ويلی شي او حالانکه دا تربوي ښه ابعاد لري، خو که د کوچني پوښتنې داسې ډول وي چې پرېښودل يې له دې کبله وي چې هغه يې په ځواب نه پوهيږي نو هېڅ باک نه کوي.

د کوچنیانو له پوښتنو سره

د چال چلند طريقه کار

د کوچنیانو پوښتنو ته د ځواب په مهال بايد ځينو قاعدو او قانون ته مور او پلار ژمن وي او ځانګړی خيال پرې ولري: ځينې يې دا دي:

  1.          د احترام قانون، کله چې مور او پلار د کوچني پوښتنې ته غوږ کيږدي نو ته دا پېغام ورکوي چې مونږ دې په غم او خفګان کې شریک يو، د هغه پوښتنو ته د احترام له مخې د کوچني نفسيات او توازن ډېر ښه وي نو ډاډ او اطمئنان ولري، په دې سره د ماشوم په نفس کې باور رامنځ ته کيږي او هغه ته خپلې پوښتنې ډېرې دقيقې ښکاري او د خبرو اترو په جريان کې منطقي تتابع هم رامنځ ته کيږي.
  2.          د باور او نه رټلو قانون، کوچنيان چې کله هم پوښتې وکړي بايد ځواب ته يې مور او پلار له دقت څخه کار واخلي او مشهور او معروف لغوي مفرداتو په استعمال کې ځواب ورکړي، او د علم په صحيح چوکاټ کې ورته معلومات ورنزدې کړي، په پای کې د رښتوني ځواب په ورکولو سره د کوچني په نفس کې باور او نفسي اطمئنان راځي.
  3.          په کوچنيانو کې د داخلي اسبابو د معالجې قانون، د کوم درېځ له سياق څخه چې کوچنيان د ژوند سرچينه اخلي ورڅخه موخه ده، د بېلګې په توګه: کله چې په کورنۍ کې ماشوم پېدا شي نو د لړزې په حالت کې هرومرو ماشوم پوښتنه لري؟ دا کوچنيان له کومه راځي؟ اوس د ماشوم د پوښتنې او اضطراب حالت هېڅکله علمي ځواب ته اړتیا نه ليدل کيږي ترڅو يې هغه داخلي دوافع او اسباب وڅېړل شي چې ماشوم يې دغه ډول پوښتنې ته اړ کړی دی، او بايد ده چې ځانګړی اهتمام پرې ولرل شي.

غوره شيان چې لويان يې کشرانو ته ورکوي د هغوی عقلي انارت او روښنايي ده، نه يواځې دا چې د صحيحو او دروستو قيصو او واقعو حکاياتو له مخې يې ذهن رڼا کړي، ضرور ده چې عقلي قوه يې په سوچ غور کولو باندې روښانه کړي، مشورې ورڅخه وغوښتل شي او د ظاهري امورو په علم او دانش باندې د بسيا عادت يې له منځه يوړل شي، بايد دوی مجبور شي چې له دغو ظاهري معناګانو چې دوی يې پېژني تر شا څومره باطني ګټې او فايدې پټې پناه دي ، له دوی سره بايد ګټوره مشارکه مناقشه شي او خبرې اترې پکې تبادله شي ، مور او پلار هم بايد پوښتنې وکړي ترڅو د کوچنيانو تفکيري اړخ وده وکړي.

شونې ده چې له پوښتنو څخه جوابونه توظيفي لوی صورت ولري، مور او پلار بايد له کوچني څخه وغواړي پوښتنې ورڅخه وکړي او يا ورڅخه پوښتنې د کورني افرادو په اجتماع کې وکړي، خو که پوښتنه عادي وي بايد ټولو ته د ځواب مجال خلاص پرېښودل شي چې نه ورسره ماشوم حساسيت ولري او نه سوال ډېر ژور وي، د پوښتنې له سادګۍ څخه يې بايد مشران ورورنه تمسخر او استهزاء نه کړي، که مجلس کې دغه څېر تعامل منځ ته راشي ضرور ده چې پلار د ماشوم اړخ ونيسي او جرأت يې وستايي او مطرح کړي چې دی ډول پوښتنو ته مونږ ډېره اړين يو، او د الله پاک دا قول ورياد کړي [وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا]

ژباړه: او تاسو نه دی درکړل شوی مګر ډېر لږ علم درکړل شوی دی.

د کوچني پوښتنې ته له اجتماعي ځواب څخه به مونږ وکولای شو چې خپلې موخې ترلاسه کړو.

د خبرو اترو په شکل کې

د ماشوم تربيه

سوال او ځواب د کوچنيانو د تربيې لپاره ډېره ښه طريقه ده، ځکه په دې سره ژبه روانيږي د زده کړې او تحصيل ملکه يې وده کوي، پوښتنې او ځواب د تحصيل او زده کړې ملکه تر انسان رانزدې کوي او موخې ترې په اسانه تر لاسه کېدای شي ، ضرود ده چې د مکالمې په دوران کې کوچني خپل کرامت او عزت احساس کړي او په همدې سره ماشوم د لړزې او احساس کمترۍ څخه وځي او ټول نفسي موانع ماتوي او د ډار ثقافت ړنګوي، خو که د مکالمې او مناقشې په جريان کې کوچنی نفسي راحت او ډاډ احساس کړي نو له خپل محاور او مناقش سره به خپل ټول زيار په کار واچوی او ترمخ يې پرتې ستونزې او ستړيا به په سمه توګه وګالي، خو که طرفين د خپلو مشکلاتو په تړاو صريح وګړيږي نو کوچنی به هم ما في الضمير په ډېر صراحت ظاهر کړي نو حل ته به په اسانۍ رسيدګي وکړای شي او د خوښۍ په کامله بڼه به برياليتوب شته شي .

له ماشوم سره د مور او پلار حوار ګڼ شمېر ګټې لري چې له جملې څخه يې دا دي:

پېژندګلو: د کورنۍ نورو غړو ته به هم ماشوم په دې سره بلا نزدې شي.

مينه او محبت: په حوار او مکالمې سره د کورني غړيو ترمنځ مينه او محبت لا وده کوي او يو بل ته سره نور هم نزدې کيږي.

نرمي او لطف: د دې مطلب دا دی چې له حوار څخه به زمونږ موخه رسمی فضا جوړول نه وي، بلکې موخه به ورڅخه حقيقي حوار وي ترڅو د نرمۍ او مهربانۍ خوږه فضا رامنځ ته شي.

له تېرې څېړنې څخه مو زده کړل چې له ماشومانو سره د خبرو اترو عمليات ځانګړتياوې لري چې ځينې يې دا دي:

  1.          دا ډول عمليات کوچنيانو کې د حقايقو پلټلو د فکر او غور ازادي ورکوي، په دې سره د کوچنیانو نوښتونه او شخصيت دواړه وده کوي.
  2.          د خبرو اترو دا ډول عمليات ډېر اسان طرزه دي او له کوچنيانو سره پکې ښه رويه هم کېدلای شي او له خجالت او شرم پرته پکې ماشوم ښه ګډنوال هم جوړيږي.
  3.          دا ډول عمليات د کوچنيانو په نفسيتونو کې خوښي رامنځ ته کوي او په خپل نفسي ارزښت يې پوهوي، له دې لارې همدا کوچنی کولای شي نورو کوچنيانو ته ښوونه وکړي.
  4.          دا ډول عمليات کوچنيانو ته په مسقبل کې د روڼ اندۍ پوره موقعه ورکوي، هغه بيا خپل امور له بېلابېلو اړخونو څخه څېړي او منطقي سوچ فکر يې عادت ګرځي.
  5.          دا ډول عمليات د کوچنيانو انتباه بيداروي او احساس کمتري يې له منځه وړي ،

د مکالمې لپاره

د پوښتنو جوړولو

شونې ده چې په کوچنيانو رنګارنګ پوښتنې وکړو چې له جملې څخه يې ځينې دا دي:

–   (څه کيږي او څه روان دي؟) دا ډول پوښتنې کوچنيان په بحث او پلټنې مجبوروي ترڅو د کوچني په چاپيريال کې د سترګو ليدلي حالات په خپله وڅيړي.

–   ( ته څه غواړې؟ ) دا ډول پوښتنې يې شخصې اړتياوې رابرسيره کوي.

–   ( ولې داسې کوې؟ ) دا ډول پوښتنې له ماشوم سره د ازاد فکر مرستندويه وي او پوښتنې ته د ځواب ورکولو هوډ پېدا کوي.

–   ( داسې ولې کيږي؟) دا ډول پوښتنې يې له ظاهري امورو څخه صرف نظر ته اړ باسي او مجبوره وي يې چې له لاملونو اړوند يې پلټنه وکړي، د شيانو ترمنځ د اړيکو اړوند خپله شننه پېل کړي.

–   ( که داسې وشي مونږ به څه کو؟ ) دا ډول پوښتنې کوچنيان د ژوند په چارو کې نظر ثاني ته اړکوي.

کومې پوښتنې چې له کوچنيانو څخه کېدای شي بلا تنوع لري خو ولې د تربيت اړوند هغه پوښتنې چې که په حواري شکل له کوچنيانو څخه وشي نو خپل ثمرات به ورکړي په دې ډول دي:

  1.          د امکان په صورت کې بايد پوښتنې کوچنۍ وي.
  2.          بايد ده چې پوښتنې بيخي واضحه او محدودې وي.
  3.          ضرور ده چې پوښتنې د کوچني له عمر او هغه چاپيريال سره سمون ولري چې کوچنی پکې هستوګن دی او د زمان او مکان سره موافقې وي.
  4.             پوښتنې بايد داسې نه وي چې د خطا او رسا دواړه اړخونه لري، پوښتنې بايد داسې شکل ولري چې د کوچني د ذهن کنارې توسيع کړي او حرکت ورکړي، ترڅو کوچني ته د ځواب لپاره مجال مفتوح پاتې شي.

د ماشومانو پوښتنو ته

د ځوابونو اسلوب

له تېرې څېړنې څخه مو د پوښتنو ډولونه، د پوښتنو صيغې او کلمات او دې ته ورته معلومات زده کړل، دلته به د ځوابونو اړوند ګړيږو چې د ظروفو او زمان او مکان په تغيير سره د پوښتنو ځوابونه مختلف راځي چې خورا مشهور ځوابونه يې په دې توګه دي:

  1.           مباشر شفوي ځواب: خورا زيات او مشهور هم همدا ډول ځوابونه دي چې کوچنی پوښتنه وکړي او کورني غړي يې پوښتنه په فوري توګه شفاهةً ځواب کړي، دا ډول ځوابونه غالباً توند او لنډ وي.
  2.           په وړو وړو قيصو سره ځواب: پوښتنو ته په ځواب ورکولو کې دا طريقه غير مباشره ده، دلته قيصګۍ له پوښتنې سره بيخي سمون خوري او دا ډول ځواب ماشومانان هم پسند بولي او ځواب يې هم په ډېره مينه باندې اوري.
  3.           انځوريز ځواب: ځينې وخت کې کوچنی پوښتنه وکړي خو ځواب ته يې د ځينو توضيحي اشکالو او تصويرانو اړتیا وي، نمونې يې هغه علمي پوښتنې دي چې د معرفت او دانش لپاره رئيسي سرچينه وي او په ځانګړي توګه چې تصويران رنګونه هم ولري.
  4.           نظري ځواب:کلهکوچنی داسې پوښتنهوکړيچې ځوابيې عمليبڼهلرينوضروردهچې د ځواب ځای تهبوتللشيترڅوواقعيتونهووينياوخپلهپوښتنهبېرتهخپله ځوابکړي،دبېلګې پهتوګهکلهچې ماشومدچاپيريالدحيواناتواړوندپوښتنهوکړيچې دوی څنګهژوندکوي؟او څهخوري؟اوپهکومشکل ډېرښتپېداکوي؟

د ځواب په مهال عمومي

سپارښتنې

چې بايد ځانګړی خيال

 يې وساتل شي

  1.          د مناقشې، د پوښتنې او توضيح په خاطر د قناعت ورکولو کلک حرص وکړه خو چې په تلقيني اسلوب هېڅ باور ونه لرې، کله چې له ځواب څخه اوزګار شو بايد ارزيابي کړو چې ايا ماشوم ته مو د ځواب په مهال داسې قناعت ورکړی دی چې هغه پرې خوشحاله وي؟
  2.          د ځواب په مهال بايد ته رښتونی يې او له خپل کوچني سره درواغ مه وايه، بايد حرص ولرې چې د خپل کوچني معلومات دې ناسم نه وي، که خبره هر څه وي خو د ځوابونو واقعيت او صحت په تا باندې ستا د ماشوم د باور ښه مدار دی.
  3.          زيار اوباسه چې ځوابونه دې مختصر وي ترڅو فهم ورڅخه اسان شي او د کوچنيانو له ذهنيت سره سمون وخوري، له غموض او پيچلتیا څخه ډه ډه وکړه چې د کوچنيانو ذهن تشويش کې اچوي، بايد زيار اوباسې چې کوچنيانو ته په دې دليل ناقص معلومات ور نه کړئ چې ماشوم لا هم ماشوم دی او د صحيح فهم ادراک نه شي کولای، ځکه چې دا معلومات د هغه په ذهن کې کرښه کيږي.
  4.          هېڅکله له خپل ماشوم سره د غبي په نوم کردار مه کوه، که ته لږ اسلوب ښايسته کړې نو کولای شې چې هغه ته معلومات انتقال کړې، بايد زيار اوباسې چې له تحريف او بدلون پرته د ماشوم پوښتنه په فوري توګه سمه دمه ځواب کړې، ترڅو له مضمون څخه بهر د ماشوم ذهن نوره حيرانتيا لاهو نه کړي.
  5.          که کوچنی هر ډول پوښتنه ولرې خو چې نه يې ورټې او نه ورپسې تمسخر او استهزاء وکړې، بلکې ذهن يې داسې جوړ کړه چې ته يې پوښتنې هر کله ځوابولو ته چمتو يې ، ځکه له ماشوم پسې بړقا خندا په هغه کې هم د معرفت د مينې کچه ټيټوي او هم يې په ځان باندې باور له منځه ورکوي.
  6.          د خالق پروردګار اړوند د ماشوم له پوښتنو څخه مه لړزيږه چې دا خو د وجود اړوند له تصور څخه ډېر قاصر دی! او مه يې پوښتنو ته له ځواب څخه تخښته، ځکه دا ډول کردار هغه مجبور وي ترڅو خپلو پوښتنو ته ځواب په نورو مصادرو کې ولټوي.
  7.          د ځواب لپاره هغوی ته مهلت ورکولو کې بايد هېڅ تردد ونه کړي، که د شناند په توګه هغوی ته ځان ورمعرفي کړې له دې څخه به بهتر وي چې د علم او معرفت له دعوې سره ورته جاهل معرفي شې، دا هېڅ عيب او خو نه ده چې ته دې خپل ماشوم ته ووايې چې وار وکړه زه دې پوښتنې ته د ځواب لټون خوم.
  8.          په پوره اهتمام د خپلو ماشومانو پوښتنې واوره او هېڅکله يې لا وباله مه ګڼه او مه يې اړوند له تغابي او تجاهل څخه کار اخله، ځکه نفسي او واقعي د ماشوم پالل له هغه سره د اشياؤ په شرح او تفصيل کې چې ده ته پرې فهم ګران بريښي بلا مثبت رول لري.
  9.          که تا بوختياوې درلودې بايد ماشوم په پوره رفق او نرمۍ سره وپوهوې چې دا ستا پوښتنې ته د ځواب وخت نه دی، خو چې څنګه دې بوختياوې بشپړې شي بايد په فوري توګه يې پوښتنه وځوابوې.
  10.          له هغې شرح او تفصيل څخه ډډه وکړه چې هېڅ اړتيا ورته نه ليدل کيږي، د شپږکلن کوچنی پوښتنې ته ځواب بايد د لس کلن کوچني پوښتنې ته له ځواب څخه لنډ وي، دا هله چې پوښتنه په دليلونو سره توضيح ته اړتیا لري، لکه د مغيباتو اړوند پوښتنې، خو دا چې ځينې پوښتنې بيخي محدودې وي نو د هر ډول عمر کوچنيانو ته يې ځواب بايد يو څېر ورکړل شي.
  11.          زيار اوباسه چې خپل ماشومانو ته خپل ځواب په داسې واقعي شيانو پورې تړلی ورکړې چې ماشوم يې ادراک کولی شي، او له هغو مجردو شيانو څخه ډډه وکړه چې د ماشومانو په دې مرحله کې پرې فهم ګران وي، د توان په انداز بايد ماشومانو ته ځواب له دليلونو څخه کلک ملاتړ ولري ترڅو ځواب منطقي وي هوايي نه وي.
  12.          کوچني ته د معلوماتو په ورکولو کې بايد ده چې مور او پلار موافق وي او د خبرو منځ کې ټکر ونه لري.
  13.          د کوچنيانو پوښتنې بايد په پوښتنو ځواب نه شي، لکه ځوی پوښتنه وکړي او پلار ورته ووي ( ستا څه مطلب دی؟) له دې پوښتنې سره کوچنی ځان چټي وګڼي ځکه ماشوم نه شي توانېدای چې له پلار څخه په بل عبارت پوښتنه وکړي او لامل يې همدا دی چې کوچنی عقيده لري چې له تفسير او شرح پرته يې مور او پلار په خبره باندې پوهيږي، خو که مور يا پلار د کوچني په پوښتنه ځان پوهول غواړي بايد ده چې تقريري سؤال ورڅخه وکړی لکه: ( ستا موخه دا ده چې… )
  14.          د کوچنيانو معينې پوښتنې ته په ځوابو ويلو سره بايد والدين له استبداد څخه کار وانه اخلي، که ماشوم خپلې پوښتنې ته له بل مصدر څخه ځواب د مور او پلار د ځواب طريقه کار څخه په بل اسلوب حاصل کړي، بايد ده چې دا مهال مور او پلار په اسانه طريقه چې په مور او پلار باور له منځه لاړ نه شي صحيح ځواب ورکړي.
  15.          زيار اوباسه چې ځواب دې د مکالمې په صورت کې وی خو چې د محاضرې ( ليکچر ) په صورت کې نه وي، د ځواب په جريان کې بايد ډېر مثالونه او قيصې ورته وکړې او زيار اوباسه چې د ځواب په مهال بايد علمي انځوريز موسوعې استعمال کړې ، ترڅو د کوچني ذهن ته معلومات سم صحيح ورسيږي، ضرور ده چې د ځواب په مهال ورته حرکتي کاټون، مثالونه، رسم او تصوير، سوچ او غور، شعرونه، فکري لوبې ، ځکه تنوُّع د ماشوم فکر ته وده ورکوي او معلومات يې پياوړي کوي.
  16.          ځينو پوښتنو ته په يوه دفعه ځواب نه ورکول کيږي، بلکې په تدريجي توګه ورته لږ لږ ځواب ورکول کيږي، که هغه په کثرت سره پوښتنې وکړي نو د کوچني عمر ته په کتلو سره بايد ځوابونه ډېر او د بېلابېلو وسيلو په استعمال ورکړی شي چې څومره يې ماشومانو ته اسانه وي.
  17.             کله چې کوچنی غوټکی شي او په ښه عمر کې شي نو ښه به دا وی چې لومړی ورڅخه د خپلې پوښتنې په تړاو مشوره وغوښتل شي او همدا خپله پوښتنه به بېرته له هغه نه وکړو چې هغه يې اړوند څه عکس العمل ښايي، له دې ځای څخه کولای شو چې پوښتنې ته يې ځواب ورکړو او له دې څخه يې صرف نظر کړو چې زمونږ په عقل او ذهن کې سوچ يوسي، که داسې ونه شي نو کوچنی به په داسې دائره کې داخل شي چې ځای به يې نه وي.

د کوچنيانو پوښتنو ته

د ځواب په مهال تربيتي خطاګانې

د کوچنيانو پوښتنو ته د ځواب په مهال له مونږ څخه دا خطاګانې کيږي:

–    : د تربيت د مختلفو اړخونو ځانګړی خيال ساتل، لکه ايماني اړخ، اخلاقي اړخ، علمي اړخ، تېروتنه هم دا ده چې نظر پر يو اړخ متمرکز وي او بل لا وباله پرېښودل شي او بل لاوباله پرې نه ښودل شي خو ترمنځ يې موازنه نه وي، بل په تربيه کې د تدرج نشتوالی او د رټنې او توبيخ ډېرښت او په تقصير باندې کوچنيان تورنول، يا له مناقشې پرته هغه خپلو خبرو ته تسليمول، يا هوښيارانو ماشومانو څخه مشوره نه اخستل،يا توندي او ګړنديتوب کول، يا د متابعې کمزوري، يا د توجيهاتو او سپارښتننو په مهال  پيچلتوب کول، يا زمونږ د ا قوالو او افعالو ترمنځ ټکر، يا هغه ډول پېغامات چې سلبي اړخونه لري ، دا ټولې هغه تېروتنې او خطاګانې دي چې د کوچنيانو په نفسياتو کې په ايماني او تربوي اړخونو باندې ناوړه اغېز لري.

Back to top button