د ایمان د زده کړې ستنې

لومړی رکن:

په الله پاک باندې ايمان لرل.

انساني فطرت عقل او شريعت د الله په وجود ډېر ښکاره دلالت کوي، هر مخلوق د الله د وجود په فطرت پېدا کيږي، عقل هم دا قبلوي چې مخلوقات بايد خالق ولري، او شريعت او اسماني دينونه هم دا ثابتوي چې خالق شته دی، په الله پاک باندې ايمان څلورو شيانو ته شمول لري:

لومړی: د الله پاک شتون.

دوهم: د الله پاک په ربوبيت ايمان چې الله پاک ورکونکی، پېدا کونکی رازق او د نړۍ چلونکی دی.

دريم:  د الله پاک په الوهيت باندې ايمان او په عبادت کې يې يو ګڼل چې هېڅ راز برخه دار نه لري.

څلورم: د الله پاک د کمال او جمال لرونکو نومونو او صفتونو باندې ايمان ، کله چې مونږ ماشوم ته دا عقيده ورزده کړو نو د الله پاک په معرفت او تعظيم او محبت به راوټوکېږي، په داسې حالت کې چې دا د ټولو ارکانو بنسټ دی.

کوچني ولې د الله په مينه او محبت وروزو؟

  1. ځکه چې الله پاک له عدم څخه مونږ شته کړي يو، ښايسته شکل يې راکړی دی او په ډېر مخلوق يې بهتر ګرځولي يو، او د بلا شمېر لورينو په ترڅ کې يې اسلام هم نازولي يو، دومره لورينې چې مونږ وړ نه يو، له دې سره بيا هم ښو او ښايسته افعالو تر سره کولو په مهال له مونږ سره د جنت وعدې کوي، الله پاک لومړی او اخرنی متفضل دی.
  2.          ځکه چې له مينې څخه احترام او په ښکاره او پټ ډول هيبت توليدوي، حالانکه مونږ شديده اړتیا لرو چې زمونږ ماشومان دې د الله پاک احترام وکړي او ورڅخه ډار ولري، نه يواځې دا چې له عذاب او جهنم څخه يې ډار ولري او له هغه سره د ډار علاقه او اړيکه ولري، نو که ويره او مينه دواړه وي نو عبادتونه به يې هغه روحي غذا وي چې دوی پرې ژوند وکړی شي او له خطاګانو څخه سالم او غانم پاتې شي.
  3.          ځکه چې الله پاک حي او قيوم او د تل لپاره دائم ذات دی چې مرګ پرې نه راځي، پرکالي او خوب پرې نه راځي، مخلوق چې هر چرته وي الله پاک ورسره وي، الله پاک يې حفاظت کوي او له مور او پلار څخه يې هم ښه پالي، له دې کبله يې له الله پاک سره مينه اړيکه ځکه ډېره اړينه ده تر څو وپوهيږي چې دوی د الله په څېر کلک ملاتړ لري.
  4.          کوچنيان چې کله له الله پاک سره مينه ولري له قران سره به يې هم مينه او محبت پېدا شي، په لمونځ باندې به يې حرص زيات شي، دوی چې کله د الله پاک له جمال څخه خبر شي چې جمال خوښوي نو دوی به د تل لپاره ښايسته او د جمال کارونه کوي، که کوچنيان وخبريږي چې الله له توبه ويستونکو او پاکو خلکو سره مينه لري، له محسنينو او متصدقينو، له صابرينو او متوکلينو او د متقينو سره مينه او محبت لري، زيار به اوباسي چې ټول دغه صفتونه په ځان کې راولي، ترڅو الله پاک راضي او خوشحاله شي او دهغه په ولايت سرفراز شي او الله پاک يې په خپلې دفاع کې واخلي.کله چې کوچنيان وپوهيږي چې له خيانتګرو، کافرانو، متکبرينو، ستمګرو، ظالمانو او ورانکارو سره الله مينه نه لري نو کوچنيان د خپل توان په اندازه له الله پاک سره د مينې او محبت په تقاضا ورڅخه لرې وځي.
  5.          له الله پاک سره مينه د الله پاک په وجود باندې د عقيدې ساتلو معنا ورکوي، په دې سره انسان ته پوره ډاډ او اطمئنان حاصلېدلی شي، غم او درد له منځه ځي او د انسان بدن له ګردو بدمرغيو او نفسي او عضوي رنځونو څخه سالم پاتې کيږي، دا لا څه چې انسان پرې له ګناهونو څخه هم ژغورل کېدلی شي.

له الله سره مينه او محبت به مونږ خپلو شاګردانو ته څنګه ورزده کړی شو؟

  1.          د ماشومانو په تړاو حسي مدخل د ايماني قضيو د کشت او کر لپاره يواځنی مدخل شمېرل کيږي، معنا: په الله پاک باندې د ايمان د غښتلتيا لپاره کولای شو چې په حواسو باور ولرو، کولای شو په دې اړه د ماشوم له ارد ګرد طبيعي نښانو څخه ګټه واخلو لکه : لمر، باران، باد او طوفان، د دې په ترڅ کې مونږ کولای شو چې ماشوم پوهه کړو چې دا نړۍ خالق او مدبر لري، بايد ويې هڅو چې په دې اړه پوښتنې ولري ، دا مهال بايد مونږ زيار اوباسو چې د ايماني ليد لورې له مخې يې پوښتنې ځواب کړو ترڅو د الله پاک د وجود په دليلونو باندې وپوهيږي او په علمي افاقو کې يې تحليل او درس کړي ، حرص بايد وکړو ماشومانو ته د الله پاک معجز قدرت او خوندور نوښت راښکاره کړو، د دې له جملې څخه يوه هم دا رباني توجيه ده چې د انسان د پېدائښت پېل ته غور سوچ وکړي، الله پاک فرمايي: [فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ]ژباړه: انسان دې دېته وګوري چې له څه شي يې پېدائښت شوی دی.او الله پاک فرمايي: [وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ]ژباړه: او ستاسو په نفسونو کې دالله پاک د توحيد نښانې دي ايا تاسو يې نه وينئ؟دا ډول د انسان خوراک څښاک کې سوچ غور چې الله پاک يې څنګه شته کوي او په کومو مرحلو باندې تيريږي، الله پاک فرمايي: [فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِه]ژباړه: انسان دې خپل خوراک او څښاک ته په ځېر وګوري.همدا راز د الله په مخلوقاتو کې سوچ او غور چې د الله په عظمت باندې دليل دی، الله پاک فرمايي: [أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ * وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ * وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ * وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ]ژباړه: ايا دا خلک اوښ ته نه ګوري چې د خلقت په کوم کيفيت پېدا کړی شوی دی، دوی اسمان ته نه ګوري چې څنګه پورته کړی شوی دی؟ دوی غرونو ته نه ګوري چې څنګه ودرول شوي دي؟ دوی ځمکې ته نه ګوري چې څنګه غوړول شوې ده.کېدای شي چې د مخلوق په ښايسته پېدائښت کې دا سترې معناګانې چې د الله پاک په عظمت لوی دليل دی ، په خورا ښايسته ډول د کوچنيانو په ذهن کې کېښودل شي او د کوچنيانو د عمرونو لحاظ پکې وساتل شي، د دې په ترڅ کې د اوسمهاله تعليمي او توضيحي وسائلو څخه پکې کار هم واخستل شي ، ماشوم به د خپل فطرت له مخې هرومرو له هغه الله پاک سره مينه پېدا کړي چې هم يې ورله نړۍ پېدا کړې ده او هم يې ورله مسخر کړې ده.
  2.          کوچنيانو ته د الله پاک په کمال او جمال باندې دلالت کونکي نومونه او صفتونه ور زده کول، الله پاک رحيم او رحمن ذات او رحمت و شفقت يې هر څه شي ته عام او تام دی، الله پاک عفو ذات له ګناهونو څخه بخشش کوي، الله پاک عفوې ذات دی دی په ګناهونو پرده اچوي او بخښي يې، کريم ذات دی له طلب او سبب پرته په خپل مخلوق باندې کرم او سخا کوي، الله پاک هادي ذات دی بندګانو ته هغه څه ورښايي چې د دوی ورپکې ګټه وي، الله پاک ودود ذات دی چې دا له نورو او نور له ده سره مينه لري، د الله پاک دا ډول معرفت او پېژندنه کوچنيان له الله پاک سره په مينه او محبت باندې پالي او مرسته ورسره کوي.
  3.          کوچنيانو ته بايد له داسې خبرو ډډه وکړوچې [ که خبره مې وانه اورې او منونکی نه شې نو الله پاک به دې سزا وار کړي ] ماشوم ته ور زده کول چې الله پاک نافرمانو بندګانو ته سزا ورکوي او يا زما له اطاعت څخه سرکشۍ کې به د الله پاک له پلوه ته سزا وار شې او هغه ته په دې دړکې ورکول،  دا دواړه خبرې خپل منځ کې ستر توپير لري، دا ډول خبرې د الله په قدرت او عظمت کې له ژور سوچ او فکر نه د ماشوم مخه ډپ کوي،  او نه دا مناسب دي چې د کوچنيانو په تربيه کې هغوی په الله وډارول شي، بلکې واجب دا ده چې مونږ ګرد کوچنيان د الله پاک په عظمت او محبت او توقير باندې وپالو ، الله پاک ته بايد داسې څه شی منسوب نه کړو چې د الله پاک اړوند د ماشوم نظريه باندې ناوړه اغېز لري.
  4.          کله کوچنيان وګوري چې مور او پلار د فرضي لمونځونو څومره پابند دي او له محرماتو څخه څومره ځان ژغوري، نو زياتره کوچنيان داسې وي چې په اړه يې پوښتنې لري، هرومره ده چې مور او پلار يې په ځواب کې ورته د الله پاک د محبت او اطاعت ذکر وکړي نو دا به د کوچني لپاره دالله په محبت کې ډېره ښه مقتدا وي، ځکه د لومړي ځل لپاره د کوچني مقتدا مور او پلار وي، بل سبب د ماشوم په نفس کې د الله پاک محبت کرلی شي دا دی چې ته کوچني ته د جنت اړوند وګړيږې او د الله پاک هغه لورينې وريادې کړې چې له مومنانو سره يې ورله وعدې کړي دي.
  5.          کله چې کوچنی داسې عمر ته ورسيږي چې د واجباتو معنا ادراک کولی شي، بايد ده چې له الله سره د مينې او محبت واجبي حکم هم ور زده کړی شي، ځکه الله پاک مونږ پيدا کړي يو، ښايسته شکل يې راکړی دی او رزق روزي راکوي، په ډېرو مخلوقاتو يې مونږ ته شرف او قدر رابښلی دی او پر مونږ باندې احسان لري چې د اسلام په نوم دين يې راکړی دی ، ضرور ده چې ماشوم ته ورزده کړو چې ارد ګرد څومره نعمتونه دي دا د الله پاک لورينه ده، بايد ده چې په دې يې وپالو چې دوی به دالله پاک د نعمتونو شکريه څنګه ادا کوي او مزيد نعمتونه به ترې څنګه غواړي؟ د نعمتونو دا تذکره له الله پاک سره د مينې او محبت ډېر جلبونکی لامل دی.
  6.             کوچنيانو ته د هغو وسائلو زده کړه چې د الله پاک او د هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه او محبت جلبوي، که قولي، که فعلي او که د احوالو څخه وي خو استفاده ورڅخه وشي.

دوهم رکن:

په ملائکو باندې ايمان لرل

په ملائکو باندې د ايمان معنا د هغوي په وجود باندې باور لرل دي، په ټولو هغو ملائکو بايد باور ولرل شي چې مونږ يې په نوم پېژنو او که نه، په هغو حديثونو ايمان لرل چې د ملائکو په اړه په صحيح سند روايت شوي دي، ورسره مينه کول، په ملائکو باندې د ايمان په تړاو چې بايد کوچنيان ورباندې ايماني تربيه ولري دا دي:

  1. کوچنيان پوهول چې ملائک له د نور ( رڼا ) څخه پېدا دي، له عائشې رضي الله عنها نه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [خُلِقَتِ الْمَلَائِكَةُ مِنْ نُورٍ، وَخُلِقَ الْجَانُّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ، وَخُلِقَ آدَمُ مِمَّا وُصِفَ لَكُم]ملائک له نور څخه پېدا شوي دي، پېريان د اور له شغلې څخه پېدا دي، او ادم له هغه څه چې تاسو ته يې بيان شوی دی.د ملائکو اړوند همدومره وصف بسيا کوي، د خلقت او طبيعت اړوند يې مزيد تفاصيلو ته دلته اړتيا نه ليدل کيږي.
  2.          کوچنيانو ته د هغو ملائکو نومونه ور زده کول چې ثبوت لري، لکه جبريل عليه السلام، دا د ټولو ملائکو مشرتابه او امانتګر دی، د قران نزول دجبريل عليه السلام په واسطه باندې شوی دی.ميکائيل: ده ته د باران ورولو مسؤليت ورپه غاړه دی.اسرافيل: ده ته د قیامت لپاره په شپيلۍ کې پوکی ورکول ورپه غاړه دي، نور ملائک هم شته چې حملة العرش ورته ويل کيږي، ځيني نور د بندګانو اعمال ليکي، نور ملائک دي چې انسان له تکليفونو څخه ژغوري او داسې نور…
  3.          کوچنيان پوهول چې ملائک ګڼ شمېر لري، له الله پاک پرته يې هېڅ چا ته د شمېر معلومات نشته، ملائک د الله په اطاعت او د هغه د اوامرو په تنفيذ باندې پېدا دي، هر ملائک جلا مسؤليت لري او په تنفيذ يې بوخت وي.
  4.          ملائک له ګناه څخه معصوم دي، دوی په دوامداره توګه د الله بندګي کوي او ستړيا نه احساسوي او تکبر هم نه کوي، ملائک د مومنانو بندګانو سره مينه لري او مرسته کومک يې کوي، دعاګانې ورله غواړي او حفاظت يې هم کوي، دوی د مسلمانانو د ذکر او ديني مجلسونو ته حضور هم کوي او د دا ډول مجلسونو پلټنې کوي.
  5.          کوچينانو ته ملائک د طبیعي لارې څخه ورګرانول چې دوی د خیر کارونه کوي، په دې يې پوهول چې په انسانانو باندې د تل لپاره د ملائکو خیر او ګټه پېرزو وي، په دې سره د کوچنيانو له دغه بابرکته مخلوق ملائکو سره د ميني او محبت څپې راپورته کيږي، ځکه ملائک د خپلو تسبيحاتو او استغفار په ترڅ کې مومنانو ته دعاګانې هم کوي، د حق او ايمان او په عمل صالح باندې د استقامت څښتنانو ته دجنتونو زيري هم ورکوي، د مومنانو مرسته او کلک ملاتړ يې کوي ، دوی يې عملونه خوندي ساتي، الله پاک فرمايي: [لَهُ مُعَقِّبَاتٌ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ يَحْفَظُونَهُ مِنْ أَمْرِ اللّهِ]ژباړه: له انسان څخه مخکې او وروسته ملائک وي چې د الله په امر يې تحفظ کوي.
  6.          په ملائکو باندې ايمان لرل د دوی احترام او قدر کولو ته هم شمول لري، ملائک د الله پاک قدرمند مخلوق دی، دامرونو په تړاو يې هېڅ ډول سرغړونه نه کوي، له هغو صفتونو څخه يې تنزيه واجب ده چې له دوی سره لائق نه دي.
  7.          په شخصي نظافت ځانګړی خيال لرل، ځکه ملائک له ټولو هغو شيانو څخه تکليف ده وي چې انسانان ورڅخه په تکليف کې کيږي، له جابر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: [مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ – وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ]ژباړه: څوک چې له دې سبزي – اوږې – يا يې وويل: له پیاز ‎، اوږې او ګندنې څخه خوراک وکړي نو زمونږ مسجد ته دې بيخي نه رانزدې کيږي، ځکه ملائک له هغه شيانو څخه په تکليف کې کيږي چې انسانان هم ورنه تکليف کې وي.
  8.          د ملائکانو په وجود او ورباندې ايمان لرلو کې بلاشمېر ګټې او حکمتونه دي، يوه ګته يې دا ده چې انسان د الله پاک په وسيع علم، عظيم قدرت او نا اشنا حکمتونو باندې پوهول دي، بله ګټه يې دا ده چې مسلمان امن او ډاډ محسوس کړي، دا هله چې مسلمان وپوهيږي چې ملائک مې د الله په امر ساتنه کوي او زما ملاتړي دي.
  9.          له مونږ سره د ملائکو د تخليق او ايجاد او مراقبې اړيکه مونږ ته د هغوی اهميت او ارزښت راښايي، له دې څخه د هغو افکارو مخه ډپ کيږي چې د ملائکو په حقارت او توهين بناء وي، په دې سره انسان ايله بېله ځان وپېژني او د عملې بڼې لپاره خپل ټول زيار په کار واچوي او خپل واجب دور په سمه توګه ولوبوي.

دريم رکن:

په اسماني کتابونو ايمان لرل

په اسماني کتابونو باندې ايمان لرل لاندې موضوعاتو ته شمول لري:

 

  1. د هغو کتابونو په وجود ايمان لرل چې نزول يې د الله پاک له اړخه شوی دی، دا په بندګانو د الله لويه لورينه ده چې هر قوم ته يې په خپل زبان داسې کتاب ورکړی دی چې دوی پرې د هدايت لارې لټوي، داسې احکام يې ورته پکې ورکړي دي چې له دوی سره مناسب دي، کوچنيانو ته بايد توضيح شي چې داسماني کتابونو نزول د الله لويه او ځانګړې لورينه ده، ځکه اسماني کتابونو مونږ ته د الله پاک او د اخرت د ورځې پېژندلو علم راکړی دی او په خير او شر يې پوهولي يو.
  2.          په هغو کتانونو د تصديق عقيده لرل چې مونږ يې په نومونو پېژنو لکه د ابراهيم عليه السلام صحيفې، تورات چې په موسی عليه السلام نازل شوی و او زبور چې په داود عليه السلام يې نزول شوی وی، انجيل چې په عيسی عليه السلام باندې رانازل شوی و او قران کريم چې په محمد مصطفی عليه السلام باندې نازل شوی دی.
  3.          دا عقيده لرل چې اسماني کتابونو د يو بل تصديق او ملاتړ کوي، يو بل نه دروغجنوي او نه خپل ترمنځ تعارض او تناقض لري، الله پاک فرمايي: [مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ ]ژباړه: قران کريم ټول هغه کتابونه تصديقوي چې له ده څخه مخکې نازل شوي دي.
  4.          به ټولو صحيحو اخبارو يې د تصديق عقيده لرل، او په دې خلک پوهول چې له قران پرته ټولو اسماني کتابونو کې تحريف او لاسوهنې شوي دي، ځکه هغه وقتي کتابونه و او د همغې زمانې لپاره الله ځانګړي کړي ول چې د قران په څېر يې الله پاک د حفاظت وعده نه وه کړې.
  5.          په دې عقيده لرل چې په قرانکريم سره ټول مخکني اسماني کتابونه نسخ شوي دي، او تر قیامت پورې د قرانکريم اوامرو ته عملي بڼه ورکول او له نواهيو څخه يې ځان ژغورنه واجب دي، د قران کريم حلالو ته حلال او حرامو ته يې حرام ويل، په محکم ايتونو يې عمل او متشابهه ايتونو ته يې تسليمي او حدود او تعليماتو کې يې توقيف وجوبي حکم لري.

يو له هغو مهمو امورو څخه چې په اسماني کتابونو باندې د ایمان په باب کې داخليږي د ماشومتوب په مرحله کې کوچنيانو ته د قران کريم زده کړه ده، د ماشومانو د ذکات د ودې لپاره د قرانکريم زده کړه او حفظ يو له مهمو نشاطاتو څخه شمېرل کيږي، خو دا هله چې استاذ دنده په ښه توګه ادا کړي او د کوچني په نفس کې د ايتونو فضا ژوندۍ وساتي، قرانکريم مونږ ته د اسمان او ځمکې په تخليق کې، د انسان په پېدائښت او له مونږ څخه ارد ګرد کې د سوچ او غور پوره دعوت راکوي په دې دعوت راکوي ترحو ايمان مو وده وکړي او علم مو عملي بڼه ولري، د قرانکريم حفظول او په معناګانو يې ځان پوهول انسان د ذکاوت لوړ څلي ته رسوي ، څومره چې يې په قرائت او تجويد کې ژبه مهاريږي هومره ماشومان په فصاحت او بلاغت باندې راټوکوي – د خشوع، خضوع، رغبت او رهبت – د زړونو او احساس د نرمولو لپاره – دا او دېته ورته نورې خدايي ورکړو باندې انسانيت پالي، د قرانکريم حفظ کوچنيان روږدي کوي چې د قرانکريم تعليماتو ته عملي بڼه ورکړي او د روز مره ژوند په ټولو مرحلو کې يې د ادب او احترام ځانګړی خيال وساتي، د قرانکريم حفظ د کوچنيانو خوی جوړوي چې ژوند کې يې استقلال او د ښو اخلاقو څښتنان شي، د قرانکريم د حفظ بله ګټه دا ده چې د قرانکریم د حفظ لپاره په حلقاتو کې د دوی راغونډېدلو سره دوی لوی اجر او عظيم فضل ګټلی شي.

د قرانکريم حفظ ته بايد ماشومان څنګه ترغيب کړو؟

  1.          دوی ته بايد د قرانکريم فضيلتونه شرح او تفصيل کړو، د قران کريم د حفظ، د تلاوت او تعليم او ورباندې دعمل کولو فضيلتونه ورته بيان کړو، لکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: [اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ]ژباړه: قرانکريم په کثرت سره ولولئ، د قیامت په ورځ به قرانکريم خپلو لوستوالو لپاره په داسې حالت کې راشي چې سفارش به يې کوي.او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: [يُقَالُ – يَعْنِي لِصَاحِبِ الْقُرْآنِ -: اقْرَأْ وَارْتَقِ وَرَتِّلْ كَمَا كُنْتَ تُرَتِّلُ فِي الدُّنْيَا، فَإِنَّ مَنْزِلَتَكَ عِنْدَ آخِرِ آيَةٍ تَقْرَأُ بِهَا]ژباړه: قاري صيب ته به وويل شي: قران داسې لوله لکه په دنيا کې چې دې لوستو او پورته خېژه، ستا اخرنۍ منزله او مرتبه به د هغه اخري ايت سره وي چې ته يې ولولې.او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [مَثَلُ المُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ كَمَثَلِ الأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ المُؤْمِنِ الَّذِي لاَ يَقْرَأُ القُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لاَ رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ، وَمَثَلُ المُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ القُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ المُنَافِقِ الَّذِي لاَ يَقْرَأُ القُرْآنَ كَمَثَلِ الحَنْظَلَةِ، لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ ]ژباړه: هغه مومن چې قرانکريم لولي مثال يې د ترونجبين دی هم خوشبودار او هم مزيدار وي، د هغه مومن مثال چې قرانکريم نه لولي د کجورې دی خوشبويي نه لري خو په خوند خوندوره وي، د هغه منافق مثال چې قران کريم لولي د کشمالي په څېر دی، په بوی خوشبودار خو په مزه او خوند کې تريخ وي، د هغه منافق مثال چې قران هم نه لولي د مړغونی دی چې خوشبويي خو بيخي نه لري خو خوند کې هم تريخ وي.او نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ القُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ]ژباړه: په تاسو کې غوره ترين هغه دی چې قران زده کړي او نورو ته يې وښايي.دا ډول ورته بايد په قرانکريم باندې د سلفو صالحينو اهتمام هم ورياد شي حالانکه دا ډول وسائل د عزم او مورال لوړوالي کې مهم رول لري.
  2.          ضرور ده چې مونږ خپل کوچنيان د قرانکريم په مدرسو او مسجدونو کې د تحفيظ په حلقاتو کې داخل کړو، يا يې د قاري صاحبانو اړوند لټه او تالاش وکړو او په مستقله توګه يې د خپلو ماشومانو معلمين کړو، کوچنيانو ته د قران کريم په حفظ بايد جائزې او انعامونه ورکړو، او ضرور ده چې د شاګردانو او بچيانو ترمنځ د قرانکريم په حفظ کې د منافسې او مقابلې فضا جوړه کړو.
  3.          په لومړۍ مرحله کې بايد ده چې ماشوم ته د قرانکريم د حفظ مجال خلاص پاتې شي ترڅو د قران په حفظ کې بذات خود رغبت ولري، دا  چې د اخرنۍ سپارۍ سورته واړه دي ښه به دا وي چې پېل له ( عم يتساءلون ) سپارې څخه واچوي ځکه چې د کوچنيانو په ذهن کې يې رسوخ ډېر آسان دي ، بله ځانګړنه يې دا ده چې د اخري سپارې سورتونه د ايمان په ارکانو مشتمل دي نو په دې سره به يې عقيده هم اصلاح شي او اخلاق هم، بلکې په دې سورتونو سره د کوچنيانو صحت هم خوندي ساتل کېدای شي – ځکه قران کريم کې شفاء ده، دم هم دی او ذکر هم، د الله اضافي لورينه يې لا ورسره دا ده چې ژبه کې استقامت او په خبرو اترو کې بيان هم پېدا کوي.
  4.          د تلاوت په اثنا کې بايد دقراکريم د هغې حصې مختصره شرح کوچني ته وکړو چې هغه يې په يادولو بوخت وي، تر څو زړه او عقل يې قراني معناګانو ته متوجه وي، دا ګمان بايد هېڅوک ونه لري چې ماشوم د قران په تفسير او شرح باندې نه پوهيږي، د فهم او حفظ په ميدان کې ماشوم ځانګړی مقام لري.
  5.          کوچنيانو ته بايد ور زده کړو چې قرانکريم شفا، رحمت او برکت دی، الله پاک فرمايي: [وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ ]ژباړه: مونږ له قران څخه هغه څه نازولو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت وي.خو که څوک قران زده کړي او يا يې يو برخه زده کړي نو ورته به اسانه وي چې د بې تابۍ په مهال ځان او د خپل ماحول نور خلک دم کړي.

څلورم رکن:

په پېغمبرانو باندې ايمان

په پېغمبرانو باندې د ايمان معنا دا ده چې هغوی په خپلو خبرو کې تصديق کړی شي، که مونږ يې په نومونو پېژنو او که نه خو زمونږ ايمان لرل ورباندې واجب دي، په دوی باندې ایمان لرل چې دوی د الله پاک هغه غوره ترين مخلوق دی چې په خپلو نسبونو او قومونو کې يې غوره کړي دي، په دې خاطر چې د نورو په پرتله دوی د عقل او اخلاقو له نګاه پر نورو برتري لرله ترڅو د الله رسالت او پېغام تر خلکو ورسوي، الله پاک فرمايي: [وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ]

ژباړه: مونږ مخکې هېڅ پېغمبر نه دی استولی مګر د خپل قوم په ژبه مو استولی دی ترڅو دین ورته تشریح او تفصيل کړي.

که پېغمبر عليه الصلاة والسلام چرته ملائک وای نو خلک به يې په خبرو باندې نه ول پوهه شوي، پر مونږ باندې واجب دي چې د پېغمبرانو ترمنځ توپيري چلند ونه کړو، داسې نه چې پر ځينو ايمان او پر نورو ځينو يې کفر وکړو، بلکې په ټولو باندې به يو څېر ايمان ځکه لرو چې ګرد په خپلو رسالتونو کې رښتوني دي، خپلو امتونو ته په نصيحت او خيرخواهۍ کې صادقين دي، د الله پاک له پلوه په تبليغ کې معصوم دي، خو مونږ به يې د اخرني پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم په شريعت عمل کو، په پېغمبرانو باندې د ايمان لرلو د معناګانو له جملې څخه چې بايد د کوچنيانو په ذهن کې کېنول شي ځينې يې دا دي:

 

  1.   کوچنيانو ته د دې بيان چې الله پاک په هر امت کې له دوی څخه پېغمبران راليږلي دي، ايکې يواځې د الله عبادت ته به يې خلک رابلل او د باطلو معبودانو په الوهيت به يې خلک کفر ته دعوت کول، ټول پېغمبران رښتوني، ښه خلک، متقیان، امانتګر او هوښيار او ځېرک هستيانې دي.
  2.          کوچنيان پوهول چې له لومړي څخه تر اخره پورې د ټولو پېغمبرانو عبادت د دعوت بنسټ يو دی چې د عبادت په ټولو ډولونو کې عقيدةً، قولاً او عملاً الله پاک ايکې يواځې وګڼل شي او له هغه پرته د ټولو باطلو معبودانو په عبادت کفر وکړی شي.
  3.          کوچنيانو ته پېغمبرانو د راستولو فلسفه بيانول چې د الله پاک عبادت او هغه يو ګڼل دي، صراط المستقیم ته دخلکو رادعوت کول او په دیني او دنيوي امورو کې د خلکو لاسنيوی کول، له  تورتمونو څخه يې رڼاګانو ته راويستل، د امت قيادت کول او د الله پاک شریعت ورباندې تطبيقول، له پېغمبرانو پسې اقتدا کول او د هغوی تګلاره خپلول.
  4.          د الله په رحمت باندې علم لرل چې هغه پر خپلو بندګانو څومره رحيم دی او خيال پرې کوي چې د دوی د هدايت لپاره يې پېغمبران راستولي دي، کوچنيان د الله پاک دې سترې لورینې ته ځېر کول چې شکريه يې ادا کړي، له پيغمبرانو سره مينه او محبت ولري، ځکه د الله پاک د پېغام د رسولو او بندګانو ته يې د نصيحت کولو د ذمه وارۍ دنده همدوی په غاړه لري، که خلکو ته هرڅومره علم او دانش، عقل او ځيرکتيا ورکړل شي خو د امت د مصلحت او يووالي اړوند استقلال او هر چا ته د خپلو حقونو له ورکړې څخه به پاتې راغلي ول، خو ولې پېغمبران خلکو ته د همدوی لپاره ګټور شيان ورښايي او له زيانمنو شيانو يې رابندوي.
  5.          کوچنیان د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په مينه او محبت پالل ترڅو اطاعت يې وکړي او په نقش قدم يې ولاړ شي او تعظيم يې وکړي، په محبت يې د هېڅ مخلوق مينه او محبت پورته ونه ګڼي، له ټولو هغو خلکو سره مينه وپالي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه او محبت لري او له دښمنانو سره يې دښمني وپالي ، لکه د هغه نوم ياداشت په مهال ورته قدر او احترام لرل او درود ورباندې ويل، د هغه د ښو اخلاقو او فضائلو تذکره کول چې هغه بذات خود عظیم رحمت او ستر شفقت و ، که د مسجد نبوي په زیارت الله پاک څوک مشرّف کړي نو د قبر ترڅنګ يې عزت او قدر کول چې نزدې ورسره اواز لوړ نه کړي او په احترام يې ترڅنګ ودريږی .
  6.   کوچنيانو ته د صحابه کرامو هغه واقعې ذکر کول چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم قدر او احترام ورپکې وي او يا پرې غيرت نيولي وي او په ځانګړي توګه د کوچنيانو صحابه کرامو قيصې، لکه د انس رضي الله عنه واقعات چې په کم عمرۍ کې يې په نبي صلی  الله عليه وسلم پسې اقتدا کوله، د خوراک لپاره يو خياط نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته دعوت ورکړ، انس رضي الله عنه وايي : زه له رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوارک لپاره لاړم، خياط رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د وربشې ډوډۍ نزدې کړه ، د غوښې او کدو شوروا هم وه، ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې د کاسې په څنډو کې به يې کدو پسې لاس وړو، له دغه ورځ راهيسي مې کدو خوښ دی، ثمامه له انس رضي الله عنه څخه نقلوي: ما به يې مخې ته کدو ورغونډو.مربي او استاذ بايد کوچنيان وپوهوي چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره د صحابه کرامو ډېره بې پناه مينه وه او ترې قربانېدل به، په دې باب کې بلا نور واقعات هم شته.
  7.          کوچنيانو ته په دې محبت باندې جائزه ورښودل، لکه له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې يو سړي له نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: قيامت به کله وي؟ هغه ورته وويل: تا ورته څه تياری کړی دی؟ سړي وويل: هېڅ نه خو له الله او رسول سره يې مينه لرم، هغه ورته وويل: ته به له هغه چا سره مل يې چې مينه ورسره لرې.انس رضي الله عنه فرمايي: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د دې قول چې ته به له هغه چا سره مل يې چې مينه ورسره لرې، مونږ چې په دې څومره خوشحاله شوي يو په بل څه شي نه يو، بيا انس رضي الله عنه وويل: زه له نبي صلی الله عليه وسلم سره، له ابوبکر او، عمر رضي الله عنهما سره مينه لرم، که څه هم د هغوی په څېر نېک عملونه نه لرم خو د مينې له کبله به مې ورسره ملتيا وکړم.
  8.          د نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره د محبت په اړه له ماشوم په نوښتونو کې مرسته کول، لکه شعرونه ليکل، قصې او واقعې ليکل، خطبه ليکل، مقالات ليکل، د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د محبت اړوند مسابقو کې يې په ګډون تشويقول.

کوچني ته بايد له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره مينه څنګه ور زده کړو؟

  1.          هرو مرو بايد کوچنی وپوهو چې له نبي صلی الله عليه وسلم سره د الله پاک ډېره مينه ده او پر ټولو خلکو يې ورته بهتري ورکړې ده، ترڅنګ يې پر مونږ واجب کړي دي چې مينه ورسره ولرو، کوچنی بايد وپوهو چې له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره مينه او محبت له الله پاک سره په مينه دليل دی، که څوک له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه ولري نو له الله پاک سره په خپلې مينه کې صادق دی.
  2.          کوچنيان پوهول چې څنګه په دنيا کې د دين په تبليغ کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ګرد مخلوق لپاره رحمت دی، همدغسې به د قيامت په ورځ هم د مخلوقاتو لپاره رحمت وي او سفارش به يې کوي.
  3.          کوچنيانو ته د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د خوندور سيرت ځينې برخې لوستل، په دې سره به کوچنی په خپله وپوهيږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دګرد بشريت لپاره مثل أعلی او ښه مقتدا دی، بايد ده چې کوچني ته د هغه مبارک ځينې معجزات او عظيم اخلاق، له مظلومانو سره ملاتړ او په ناداره خلکو د هغه عطف او حنان، د يتيمانانو سپارښتنې او په بې وسو او بې کسو باندې د شفقت بېلګې ور زده کړی شي ، د دې لپاره ضرور ده چې له ماشوم سره مو په دې تړاو خبرې دومره واضحې او له غموض لرې وي چې د هغه له مستوا سره سمون خوري، او هغه امور ورته توضیح شي چې د ماشوم عقلي مستوا يې مني ترڅو ښه وفهميږي، د کوچني د مرحلې سره سم بايد مونږ د هغه د پوهې په خاطر ټول هغه اوسمهاله رنګارنګ تدريسي وسائل په کار واچو او د چاپيريال او فردي توپيرونه يې په نظر کې ولرو.
  4.          کوچنی بايد په خپل مور او پلار او چاپيريال کې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم او د هغه د سنت او اقوالو تعظيم وويني، لکه د هغه پسې اقتدا کول او خبره يې منل، په درود شريف باندې پابندي کول کله چې يې نوم ياد شي، د تربيت اغېزناکه وسيله د مور او پلار عملي سلوک دی، د نمونې په توګه که پلار خپله د سنت او نفل لمونځ پابند وي نو خپلو بچو ته ويلای شي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به داسې کول، ځکه د نيکې مقتدا تربيه د کوچنيانو په دروستې تربيه او سليمي عقيدې کې مهم رول لري، نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپله قدوه او نېکه نمونه ده بايد ګرد مربين او استاذان ورپسې اقتدا وکړي او لارښونې يې عملي کړي سنت يې له خپلو بچو سره په يقيني جامه کې عملي کړي.
  5.          کوچني ته ځينې هغه حديثونه ور زده کول چې د اسلامي دين په کمال او جمال، دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په نېکو اخلاقو او د صحابه کرامو د فضيلت اړوند غږيدلي وي، د شخصيت جوړولو او په ايمان او سلوکو کې حديثونه بې پناه اغېز لري ، شونې ده چې دا ډول حديثونه د مسابقې له لارې ياد کړی شي خو چې واړه واړه حديثونه او د معنا له لحاظه بيخي واضحه وي او په هغه ډول اخلاقو مشتمل وي چې د کوچنيانو له مرحلې سره سمون خوري، دا مهال بايد ماشومانو ته د انعامونو او تشويق د اسلوب استعمالولو بايد ځانګړی خيال وساتل شي.

پنځم رکن:

د اخرت په ورځ ايمان

په اخرت ورځ باندې د ايمان مطلب له مرګ څخه وروسته ژوند باندې، په حساب او کتاب، د صراط پل، د اعمالو تله، جنت او اور باندې ايمان لرل دي، د تمييز له مرحلې وروسته کوچنی د اخرت اړوند د ځينو مسائلو ادراک په خپله کوي، له دې مرحلې وړاندې افضله خبره ده چې بايد معلومات ورته په نهايت اختصار ورکړل شي، دا مهال بايد ماشوم ته توضيح شي چې يو ژوند بل هم شته دی، الله پاک جنت د مومنانو لپاره او اور يې د کافرانو لپاره پېدا کړي دي.

د اخرت دورځې په تړاو د تربيت مهمې معناګانې چې بايد د کوچنيانو په نفس کې کېنول شي دا دی:

  1.          بايد ماشوم وپېژني چې له مرګ وروسته به يې الله پاک بېرته راپورته کوي ترڅو د خپلو دنيوي عملونو جزا وويني، که يې ښه عملونه کړي ول نو ښه بدله او که يې بد عملونه کړي و نو ناکاره بدله.
  2.          ماشوم بايد وپېژني چې په دغه ورځ باندې الله پاک جنت د کرامت او سعادت او تل پاتې کور پېدا کړی دی، په دې خاطر يې جنت پېدا کړی دی چې خپلو نېکانو بندګانو ته يې بدله ورکړي، او اور يې د کافرانو لپاره تيار کړی دی، دا درس ماشومانو ته جنت او نعمتونو ته د ترغيب په شکل د وړاندې کولو امکان لري.
  3.          له ماشوم سره د مرګ مړينې او اخرت په تړاو داسې خبرې اترې کول چې د الله په مغفرت او رحمت او لطف باندې دلالت کوي، دا په دې خاطر چې د کوچنيانو ذهن ته ستړي کونکي افکار سرايت ونه کړي ، ضرور ده چې دا ډول خبرې د ټولو ژوندي حيواناتو بېلابېلو مرحلو ته شاملې وي، خو ولې انسان ورڅخه په دې امتياز لري چې الله مکلف کړی دی او ټول کائنات يې ورته مسخر کړي دي او د جزا او سزا وعده يې ورسره ايښي ده.
  4.             کوچني ته بايد بيان کړی شي چې ظلم نه د الله پاک خوښيږي او نه به ظالم بې سزا او مظلوم له انصاف پرته پريږدي، مونږ د ژوند په اږدو کې وينو چې ځينې خلک ظالمانه ژوند لري او د ظلم په حالت کې مړه هم شي، خو ولې له دې ژوند پرته به هغوی له بل ژوند سره هم مخ شي چې محسن انسان ته به ورپکې نيکې بدلې او بد کار ته به د خپل ناکاره عمل په بدل کې وړ سزا ورکړل شي او هر چا ته به خپل حق ورکړل شي.

شپږم رکن:

په تقدير باندې ايمان

په تقدير باندې د ايمان معنا د الله په کمال علم، په کتابت او په ټول مخلوق باندې د قدرت او د هغه په مشيئت باور لرل دي، کوچنی د خپل کوچنيتوب په مهال نه شي کولای چې د قضا او تقدير مسائل په سمه توګه فهم کړي، هغه دا مسائل نزدې نهه کلنۍ کې درک کولای شي ، خو ولي ضرور ده چې په دې مرحله کې يې ځينې معناګانې او مفاهيم په ذهن کې کېنول شي چې له جملې څخه يې ځينې دا دي:

  1.          په دې باب کې بنسټ د عبدالله بن عباس رضي الله عنه حديث دی چې زه له نبي کريم صلی الله عليه وسلم سره په سورلۍ شا ته ناست وم راته يې وويل: [يَا غُلَامُ إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ وَلَوْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلَامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ]ژباړه: ای هلکه! زه درته ځينې کلمات درښايم – عمل پرې وکړه – د الله لحاظ او خيال وکړه – اوامر يې ومنه او له نواهيو څخه يې ځان وساته – نو الله پاک ستا لحاظ وکړي – له مکروهاتو او ستونزو ستړيو څخه به  دې وساتي – او چې کله هم مرسته غواړې نه له الله څخه يې وغواړه، په دې يقيني شه چې که ټول امت دې په ګټه او فايده راغونډ شي خو چې الله پاک درته نه وي ليکلي هېڅ ګټه به درته ونه شي رسولای، او که ټول امت درته په ستونزو او ستړو جوړولو راغونډ شي نو نه يې شي در رسولی مګر دا چې الله پاک درته ليکلی وي، قلمونه پورته شوي او کتابونه رابند شوي دي.په بل روايت کې بيا داسې راځي: [احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ أَمَامَكَ، تَعَرَّفْ إِلَيْهِ فِي الرَّخَاءِ، يَعْرِفْكَ فِي الشِّدَّةِ، وَاعْلَمْ أنَّ فِي الصَّبْرِ عَلَى مَا تَكْرَهُ خَيْرًا كَثِيرًا، وَأَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ، وَأَنَّ الْفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا]ژباړه: د الله پاک خيال وساته خپلې مخې ته به یې ووينې، په نعمتونو کې الله پاک ته ځان ور وپېژنه هغه به دې په سختيو کې وپېژني، پوهه شه چې په ازمېښتونو باندې په صبر او حوصله کې ډېر اجر دی، مرسته او کومک له صبر او زغم سره وي، اساني له سختيو سره وي، او له هر ډول تنګدستۍ سره بلا سهولتونه وي.دا نبوي حديث د ښو او ارزښتناکو توجيهاتو لپاره له نبي کريم صلی الله علیه وسلم له پلوه ستره سرچينه ده چې خپل امت يې په اسلامي عقيدې باندې د ماشومانو روزلو ته تنبيه کړی دی.
  2.          د ماشومتوب په دې مرحله کې له هغه سره د قضا او قدر مسئلو له څېړلو څخه ډډه کول، ماشوم ته بايد دا مهال د الله پاک د وسيع علم د هغه قدرت او په خپل مخلوق يې احاطه او د انسان د حريت له ثبوت سره د الله پاک د مشيئت اړوند بايد معلومات ورکړل شي، او پوهه شي چې انسان په اختياري افعالو کې مجازات کيږي، خو که د کوچني ذهن په دې مسئلو مشغول شي او په خپل واک کې يې واخلي ضرور ده چې بايد مسائل ورته د توان په اندازه داسې توضيح شي چې د ماشوم له ذهنيت سره سمون خوري.
  3.          کوچنی په دې تربيه کول چې له الله پرته له بل چا څخه هېڅ هم ونه غواړي او مرسته و کومک له يو الله څخه وغواړي، په دعاګانو کې الله پاک ته متوجه وي او په الله پاک باندې توکل او بروسه وپېژني، بايد ده چې د الله پاک په تقدير او قضا باندې د صبر او زغم زده کړه وکړي.
  4.          کوچنی بايد پوهه کړی شي چې الله پاک ورباندې له خيرته پرته بله اراده نه لري او هرومرو به ورته په دې زندګۍ کې د الله پاک تقدير ور رسيږي، بيا به يې نفس هېڅ چا ته جزع او فزع نه کوي، د الله پاک د تقدير له ستړو ستومانيو سره به په خوشحاله نفس مواجه کيږي، او دا به يې يقین وي [قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا]ژباړه: ورته ووايه چې نه رارسيږي مونږ ته مګر هغه چې الله پاک راته ليکلي وي.
  5.          کوچنی بايد پوهه شي چې ټول امور د الله پاک په لاس کې دی، هغه څه به کيږي چې د الله خوښه او اراده وي، هغه په خپل ملکيت کې مطلق تصرف لري، دا لړې يې له الله پاک سره اړيکه لا پسې تقويه کوي، له دې وروسته يې امېدونه او هيلې ټولې له الله سره وتړل شي.
  6.             په تقدير باندې د ماشوم ايمان لرل هغه ته د زړه اطمئنان او توازن وربښي، کله چې مومن وپوهيږي چې د ده اړوند هر ډول د خير او شر پرېکړې د همدهلپاره خير دی دا يې د نفس په داخل کې ډاډ او اطمئنان لاپسې تقويه کوي، دا مهال کوچنی او ماشوم د الله پاک تقديري مسائل خير او که شر وي په پراخه سينه استقبالوي، او په ډاډمن زړه او ارام ذهن د الله پاک امر ته تسليم وي ، څوک چې د الله په تقدير ايمان ولري د مصيبتونو او ازمېښتونو په مهال هېڅ ډول جزع او فزع نه کوي، بلکې له صبر او حوصلې څخه کار اخلي او د لومړي پړاو سره پرې زغم بلا ثواب او ډېر اجر ګڼي، الله  پاک فرمايي [الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ * أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ]ژباړه: کومو خلکو ته چې ازمېښت او کړاو واوړي او هغوی (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ووايي نو په دوی هم د خپل رب له پلوه رحمتونه وي او په هدايت باندې روان هم دي .
  7.          بايد ده چې هغه ډول واقعې او قيصې ورته واورول شي چې په چا باندې د الله تقديري ازمېښتونه راغلي وي او ده ورته سينه تنګه کړي وي، بيا وروسته پوهيدلي وي چې همدغه شر ورله د الله له پلوه خير او برکت و، چې د ژوند حالت يې ښو چارو ته تغير وخوړ.
  8.          په تقدير باندې د ايمان نچوړ دا دی چې الله پاک په هر څه باندې جملةً وتفصيلاً علم لري، تر قيامت پورې د ټول مخلوق تقديرونه الله پاک د خپل علم له مخې په لوح محفوظ کې ليکلي دي، په کائناتو ګرد تغيرات ايکې يواځې د الله پاک د مشيئت او تخليق له مخې کيږي.
Back to top button